د کندهار ښار په ۷مه ناحیه کی د درې کیومتره سړک د قیررېزۍ چاری پیل سوې

د سې شنبې په ورځ سرپرست ښاروال د ښار اړوند د۷می ناحیې دثبات او سنځر سیمو لپاره ددې سړک د جوړېدو چاری رسما پیل کړې.

دغه سړک د ولسی تړون په چوکاټ کی د لسګونه میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږی.

دا سړک د ولسی تړون د پروګرام له لوری د اومې ناحیې د ثبات او سنځر ګذر د اوسېدونکی لپاره په پاخه او اساسی ډول جوړیږی.

د کندهار سرپرست ښاروال نسیم رضایی ددې سړک د کار د پیل پرمهال کندهار راډیوتلوېزیون ته وویل، چی پر دې سړک ټول ۲۳میلیونه افغانۍ لګښت راځی، چی په جوړېدو کی یې چرۍ او پلچکونه هم شامل دی.


نوموړی وایی، چی پرسړک په ښه کیفیت کار روان دی او په جوړېدو سره به یې ددې سیمی د اوسېدونکو ترڅنګ د پنجوائی او ډنډ خلک هم ګټه واخلی.

کندهار ښاروال وایی، چی د ولسی تړون په چوکاټ کی دمیربازار سړک د جوړېدو لپاره هم پلان ترلاسه لاندی دی، چی په خبره یې غواړی له دې لاری د ښار په ۱۵ ناحیو کی په متوازن ډول پرمختیایی پروژې پلی کړی.

خپله ددې سیمی اوسېدونکی هم خوښ دی، چی له  سیمی څخه یې تېرېدونکی سړک په پاخه او اساسی ډول جوړیږی.

دوئ له کندهار ښاروالی ولایتی ادارې او په ټوله کی دولسی تړون دملی پروګرام څخه مننه کوی، چی د کندهار ښار په ټولو ناحیو کی یې بیلابیلی پرمختیایی پروژې پلی کړی دی.

د کندهار ښاروالۍ مسولین وایی، چی تر اوسه په کندهار ښار کی د سړکونو، چریو، پلچکونو او کوڅو پر جوړولو تر ۵۰۰ میلیونه زیاتی افغانۍ لګول سوی، چی ډېری یې د ولسی تړون د ملی پروګرام لخوا ورکړل سوی دی.

کندهار ښاروال وایی، جمهوررئیس محمد اشرف غنی د کندهار ښار د متوازینی او معیاری پراختیا لپاره بیلابیل پلانونه لری، چی په وینا ځنی یې عملی سوی او پر ځینو نورو یې کار روان دی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

36 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره د پوهی او تجربو شریکولو پروګرام جوړ سو

د شنبې په ورځ په کندهار کی د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره ...