د کندهار والی حیات الله حیات د ډاډګیرنی پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چی د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کی د عامو خلګو پر موټر د وسلوالو مخالفینو لخوا ایښودل سوی ماین چاودنه کړې او په پایله کی یې ۶ تنه عام کسان، چی ۲ ځوانان، ۲ ماشومان او ۲ انجونی دی په شهادت ورسېدل. انا لله و انا الیه راجعون کندهاروالی حیات الله حیات وایی، چی د هیواد دښمنان وخت پر وخت د خپلو کرغېړنو او بېلابېلو ترهګریزو عملونو په ترڅ کی د هیواد بې ګناه او عام وکړی په شهادت رسوی، چی په خبره یې، هغوئ په دا ډول وحشتناکه عملونو او بې ګناه وګړو په وژنو سره خپلو شومو موخو ته نسی رسېدلای. دغه راز ښاغلی حیات د پېښی قربانیانو ته د لوی خدای.ج. له درباره د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوی. دا په داسی حال کی ده، چی وسلوال مخالفین وخت پر وخت هڅه کوی څو د هیواد بې ګناه انسانان د خپلو وحشی منګولو ښکار وګرځوی او پدې ډول سره د افغانانو په زړونو کی وېره خپره کړی.

1001 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار ولایت مقام خبرتیا

نن یک شنبه د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د حکم د تطبیق په موخه ...