د چهارمغز یا جوزو ګټی

په یوه تازه څېړنه کې جوته شوې ده، که تاسو په خپل ورځنی ژوند کې هره ورځ غوزان وخوری، نو د زړه د ناروغیو او د وینې د کولېسټرول له ستونزې به پاک او صحتمند ژوند ولری.
د یونیورسټی آف پنسلوانیا د غذایی موادو یو څېړونکی ډاکتر (پینی کرس) په خبره؛ که د ورځې پنځه غوزان یا درې، د چایو د کاشوغې په اندازه د غوزانو تېل وخوری، نو دا به ستاسو د زړه د شیریانونو او د وینې په دوران کې ډېر ګټور تمام شی، او یواځې ۴ ساعته وروسته به دغه تغیرات پخپل بدن کې ووینی.
څېړونکو زیاته کړې ده، که د غوزانو خوراک روزانه کړو نو دې سره به زړه پیاوړی شی او د زړه د ناروغیو مخنیوی به مو وکړی.
د څېړونکو په وینا که څوک د زړه له کومې ستونزې سره مخ وی او یا یې د زړه عضله کمزورې شوې وی نو هره ورځ دې درې یا څلور چارمغزه خوری چې په دې سره به د زړه له یو شمېر ناروغیو وژغورل شی.

844 ټول کتل سوی شمېر 10 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د پستې کښت په اړه ضروری لارښوونی!

لیکنه : انجنیر مسعودشاه احمدی دا چی نن سبا په کندهار کی د پستې باغونه ...