د پستې کښت په اړه ضروری لارښوونی!

لیکنه : انجنیر مسعودشاه احمدی
دا چی نن سبا په کندهار کی د پستې باغونه ورځ تر بلی زیاتیږی او خلګ دې ته لیواله دی چی ښه د پستې باغونه ولری نو یو لړ ستونزی رامنځته سوی او رامنځته کیږی .
زیاتره خلګ د پستې باغونه په تجارتی او غیر مسلکی کسانو جوړوی چی عمده ستونزه ئې په باغونو کی د فاصلې د نه مراعتولو اړوند پیښه کړې ده ، ځکه دوى ایران ، ترکیه او امریکا ته په کتو د هغوى پر پله قدم ایږدی او د پستې بوټو او قطارونو تر منځ فاصله ډیره کمه راولی چی ۲×۳ یا ۱٫۵ ×۵ یا هم ۲×۴ او ۲×۵ اندازې ورته انتخابوی ، او د پستې د تجار عمده هدف د زیاتو نهالانو پلورل وی ځکه نو د باغدار آینده په نظر کی نه نیسی .
چی دغه اندازې لاندی ستونزی رامنځ ته کوی :
۱: د ښاخبری ستونزی .
۲: د غذایی موادو کمښت .
۳: د ریښو نښلیدل .
۴: د باغ ګڼیدل .
۵: په باغ کی د ماشینری نه چلیدل .
۶: د هوا جریان کمیدل .
۷: د آفاتو او امراضو ډیریدل .
اوس به د معیار او علمی تحقیق سره سم د باغ جوړولو لپاره د پستې نهالانو ایښودلو اصلی فاصلې هم په لاندی توګه درته ولیکم .
د پستې بوټى د ۲۰-۳۰ فوټه لوړی خواته غټیږی چی د سایوان اندازه ئې تقریبا ۴-۶ متره هرو مرو رسیږی نو موږ باید د ښه باغ ایښودلو لپاره لاندی اندازې په نظر کی ونیسو :
د قطار فاصله ۶ متره ×د بوټی فاصله ۶ متره
د قطار فاصله ۶ متره ×د بوټی فاصله ۵ متره
د قطار فاصله ۵ متره ×د بوټی فاصله ۵ متره
د قطار فاصله ۵ متره ×د بوټی فاصله ۴ متره
د قطار فاصله ۴ متره ×د بوټی فاصله ۴ متره
په لوړو اندازو کی تر ټولو کمه او د ستونزی په وخت کی د انتخاب وړ اخری ۴×۴ اندازه ده چی د ځمکی او اوبو د کمښت له خاطره کولاى سو چی ورته انتخاب ئې کړو .
د دغو فاصلو مراعتولو ګټی په لاندی توګه دی :
۱: د بوټو په داخل کی داخلی کرنه .
۲: د ماشینری اسانه چلول.
۳: د هوا د جریان موجودیت .
۴: د آفاتو او امراضو کنترول .
۵: د غذایی موادو پریمانه موجودیت .
۶: د ښاخونو څلور طرفه پریښودل .
۷: د ښاخبری اسانتیاوی .
یادونه : لوړه لیکنه می د ټولو مسلمانو د ګټی او وطن د آبادی په موخه 
2351 ټول کتل سوی شمېر 18 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د چهارمغز یا جوزو ګټی

په یوه تازه څېړنه کې جوته شوې ده، که تاسو په خپل ورځنی ژوند کې ...