د پاکستان پخوانی جمهور رئیس توقیف سو

د اداری فساد ضد ادارې د پاکستان پخوانی جمهور رئیس اصف علی زرداری د غیر قانونی پیسو د سپینولو د څو میلیون ډالرو په یوه دوسیه کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

ښاغلی زرداری چې اوس د پاکستان د پارلمان غړی دی پدې تورن شوی چې د خپلو جعلی بانکی حسابونو له لارې په میلیونو ډالر په بهرنیو بانکونو کې پانگه کړی دی.

د پاکستان د وژل شوې صدراعظمې بینظیر بوتو میړه اصف علی زرداری دغه تورونه رد کړی او ویلی یې دی چې پر هغه باندې لگیدلی تورونه سیاسی جنبه لری.

د پاکستان د فساد سره د مبارزې اداره ښاغلی زرداری څو ساعته وروسته له هغې په اسلام آباد کې ونیو چې د هغه هیواد عالی محکمې د هغه د ضمانت د نوی کولو موده رد کړه.

د زرداری خور فریال تالپور، هم پدې قضیه کې تورنه شوې ده، خو تر اوسه پدې هکله چې ونیول شی او که نه، رپوټونه نشته.

ښاغلی زرداری د پاکستان د خلکو د گوند (پیپلز پارټی) مشر هم دی چې اوسمهال په سند ایالت کې واکمن گوند دی.

33 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهار ته په علمی سیر راغلو ځوانانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړل

دغه ځوانان چی دهیواد ددوه ویشتو ولایتونو څخه کندهارته په درې ورځنی سیر راغلی دغلته ...