د ټرافیکو مدیریت خبرتیا

د کندهار ښار ټولو محترمو چلوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږی، چی لاندی څو مهم ټکی جدی مراعت کړی:

۱ـ د کوچنی اختر د لمانځه د ادا کولو له پاره د نوی عیدګاه په ساحه کی د کندهار د ټرافیکو او امنیتی موظفینو له طرفه د نقلیه وسایطو له پاره پارکینګونه تعین سوی دی، چی خپل نقلیه وسایط د ټرافیک پولیسو د لارښوونی سره سم په ځانګړې سوې ساحه کی پارک کړئ.

۲ـ ټولو چلوونکو ته خبر ورکول کېږی، چی د اختر په شپو ورځو کی د ډېر سراعت، بې ځایه درولو، بې ځایه هارنونو او بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړی او د چلوونی پر مهال باید ټول ټرافیکی اصول په پام کی ونیول سی.

۳ـ د کورنۍ مشران مکلف دئ، چی خپلو کم عمره کوچنیانو ته نقلیه وسایط ور نه کړی، ځکه دغه چاره د ټرافیکی پېښو سبب کېږی.

۴ـ ښاری ټکسی، اطرافی ټکسی، ملی بس، رخشه او د نورو مسافر وړونکو موټرانو چلوونکو ته خبر ورکول کېږی، چی د لایحې سره سمه کرایه واخلی.

۵ـ د کندهار د ټرافیکو مدیریت نوکریوال۲۴ ساعته د ګرانو ښاریانو په خدمت کی دی، د اړتیا په صورت کی له دغه شمېرو سره تماس ونیسئ.

۰۷۰۰۳۱۲۵۸۱

۰۷۰۸۵۳۶۰۷۲

۰۷۰۰۳۱۹۹۵۵

x

دا هم وګورئ

دکندهار ولایت مقام او ښاروالۍ ریاست ګډه خبرتیا!

د حبیبي واټ د جوړیدني او قیر اچوني پلان بشپړ سوی او قرارداد یې سوی ...