د ټاکنو خپلواک کمېسیون خبرتیا

د کندهار ټاکنو خپلواک کمېسیون ټولو هغه کسانو ته، چی د اتلس کلنۍ عمر یې پوره کړی وی، د بهر څخه را ستانه سوی وی، د یوې حوزې څخه بلی حوزې ته نقل مکان سوی وی او یا یې هم د تذکرو سټېکر خراب سوی وی، خبر ورکوی، چی د جمهوری ریاست د ټاکنو لپاره د نوم لیکنی پروسه په ښار او ولسوالیو کی د ښځینه او نارینه ټیمونو له لوری پیل سوې ده.
دکندهار اوسېدونکی کولای سی د جوزا د میاشتی د ۱۶ می څخه بیا د سرطان میاشتی تر ۲۰ می نېټې پوری په دغه مرکزونو کی نوم لیکنه وکړی.
د ښار په داخل کی د نوم لیکنی مرکزونه:
• ظاهر شاهی لیسه
• زرغونه انا لیسه
• شین غزی بابا ښوونځی
• تېمور شاهی لیسه
• د حاجی نیکه ښوونځی
• عبدالهادی داوی منځنی ښوونځی
• میرویس مینه اناث ښوونځی
• میرزا احمد خان ښوونځی
• کوتل مورچه ښوونځی
• او په لسمه ناحیه کی د شهید شهدا حضرت حمزه مسجد
په ولسوالیو کی د نوم لیکنی مرکزونه :
• ارغنداب جلااور مکتب
• دامان نساجی مکتب
• پنجوایی شمس الدین کاکړ ښوونځی
• ژړۍ شېرمحمد هوتک ښوونځی
• شاه ولی کوټ ویاند کلنیک
• خاکرېز د ولسوالۍ ادارې تعمیر
• ارغستان محمد نیکه ښوونځی
• غورک باران مکتب
• میوند د ولسوالۍ مرکز
• سپین بولدک غازی عبدالله خان لیسه
• نېش د ولسوالۍ مرکز
• میانشین د ولسوالۍ مرکز
• ښورابک د ولسوالۍ مرکز
• معروف د ولسوالۍ مرکز
• رېګستان د ولسوالۍ مرکز
• ډنډ ده باغ مکتب
• تحته پول د ولسوالۍ مرکز
x

دا هم وګورئ

دکندهار ولایت مقام او ښاروالۍ ریاست ګډه خبرتیا!

د حبیبي واټ د جوړیدني او قیر اچوني پلان بشپړ سوی او قرارداد یې سوی ...