د قدر شپه-شب قدر

د شب قدر اړونده څو خبری:
۱: د قدر شپه یا شب قدر په قران ثابته ده چی د یوې شپې عبادت یې تر زرو میاشتو ( ۸۳ کاله څلور میاشتی) زیات ثواب لری.
۲: یاده شپه په کال کی یو ځلی راځی خو دقیقه یې شپه معلومه نه ده هیڅوک یې په یقینی ډول نه سی تعینولای.
۳: د قدر شپې د طلب په موخه دتاریخ په اوږدو کی علماوو خورا ژور تحقیقات کړی دی د ډېرو دلایلو او تجربو په وړاندی کولو سره وایی: د قدر شپه د روژې په میاشت کی ده او غالبا به د طاق شپه وی یعنی ۲۱ ، ۲۳ ، ۲۵، ۲۷ ، ۲۹ شپو کی به وی. والله اعلم.
۴: که د چا په توان وی دغه شپې دی په عبادت کښېباسی که نه نو په دغو شپو کی صحیح تراویح او په پیشلمی تهجد که څوک وکړی غالبا به یې د قدر په شپه عبادت کړی وی.
۵: هغه خبره صحیح نه ده چی د قدر په شپه به ضرور پړکنده رڼا راځی. او که چا رڼا ونه لیده ګواګی هغه دشب قدر څخه محروم سو.
۶: داخبره هم در واغ ده چی په دغه شپه به صرف یوه دعا کوی تر یوې دعا زیاتی نه قبلیږی.
فکر وکړئ! الله جل جلاله مسکین نه دئ څومره دعا چی مو په توان وی الله جل جلاله یې قبلوی.
هغه قصه به مو اورېدلې وی ، چی کوچی شوکدر لیدلی وو دستی دعا وکړه چی سل کتی او سل اوخان غواړم ، وایی: سهار سل کتی پرتې وی اوښان نه وه ځکه چی په دغه شپه صرف یوه دعا قبلیږی، دوهمه نه قبلیږی ، دغسی افواهات خپرول ښه نه دی.
۷: که څوک ددغه شپې حقیقی انځور معلومول غواړی نو هغه کتاب دی مطالعه کړی کوم چی مو د روژې په لومړیو کی نشر کړئ.
۸: څوک چی د قدر شپه په اخرو لسو شپو کی یادوی د هغو پر رایه معتکف حتما تر ۸۴ کاله څلور میاشتی زیات ثواب ګټلی دئ. او که څوک د معتکف سره په ثواب کی ځان شریکول غواړی لطفا دهغسی معتکفینو سره د پیشلمی او روژه مات مرسته وکړی چی اقتصاد یې ښه نه وی.
۹: ممکنه ده چی په دغه شپه الله جل جلاله ځینو خاصو خلکو ته کومه رڼا وښیی یعنی مطلق پړکنده رڼا هم نه سی ردېدلای.
۱۰: رسول الله صلی الله علیه وسلم دقدر په شپه دلاندی دعا ویلو هدایت کړی دی:
اللَّهُمَّ إِنَّکَ عُفُوٌّ کَرِیمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّی.

لیکوال: مولوی عبدالهادی حماد

x

دا هم وګورئ

د لقمان حکیم رحمه الله نصحیت و خپل زوی ته

د بیهقي په شعب الایمان کي د حضرت حسن رحمه الله څخه نقل سوي دي، ...