د طالبانو په برخلیک اسلام اباد کې تصمیم نیول کیږی / بریالۍ ویاړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد پاکستان ته په وروستی سفر کې له پاکستانی پوځی او ملکی چارواکو سره لیدنه کې بحث کړی چې څنګه کیدای شی طالبان وهڅوی چې د سولې خبرو کې له نرمښت کار واخلی.

افغان حکومت چې بین الافغانی او پایداره سوله باندې ټینګار کوی، همدا ځآی یې نښه کړی چې د طالبانو د سولې او جګړې مهار اسلام اباد کې دی او دا ډله هیڅکله خبرو ته نه کینی، تر څو چې پاکستان دولت سره د سولې خبرې نه وی شوی.

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره شپږ پړاوه خبرو کې درک کړې چې د دې ډلې اصلی ادرس اسلام اباد دی او که امریکا غواړی چې دا خبرې پایلې ورکړې باید له اسلام اباد سره هر اړخیزې خبرې وشی.

افغان حکومت درک کړې، تر څو چې د سولې خبرو کې د پاکستان ګټې خوندی نه شی، طالبان حاضر نه دی چې دا پروسه بریالۍ شی، ځکه نو اسلام اباد هر کله افغان سوله باندې سیاسی سوداګری کوی او کله چې تر فشار لاندې ونیول شی، خبرداری ورکوی چې دوی ته فشار ورکول به د سولې خبرې زیانمنې کړی.

خلیلزاد چې له پاکستانی چارواکو سره وروستۍ لیدنې کړی، ټینګار پر دې شوی چې پاکستان دې طالبان وهڅوی چې د سولې خبرو کې نرمښت وکړی او دا پروسه دې بریالی کړی، خو امریکا په دې پوهیږی چې پاکستان حکومت دا کار ځکه نه کوی چې طالبانو کې یې خپلې ګټې دی او تر هغې چې ګټو ته و نه رسیږی، له طالبانو به د جګړې د کرایی کوونکو کار اخلی.

افغان حکومت چې د سولې په خبرو کې محتاط دی، یو لامل همدا دی ، تر څو چې پاکستان سره دولت په دولت خبرې و نه شی، طالبانو سره خبرې کول، هسې د وخت ضایع کول دی او هیڅ پایله نه شی ورکولی.

طالبان چې د پاکستان په لویو ښارونو کې اوسیږی، کورونه او کاروبارونه لری، هیڅکله د پاکستان له اسارت ځان نه شی خلاصولی، ځینې طالب مشران په پاکستان کې نظر بند دی، د ځینو کورنۍ یرغمل دی او ځینې نور له پاکستان پوځ سره بلک میل دی او نه شی کولی چې د دې هېواد له ګټو خلاف اقدام وکړی.

هغه ډله چې کلونه یې یو هېواد د خپلو ګټو لپاره تمویل کړی، بیا څنګه کولی شی، خپلواک ډول باندې د سولې خبرې وکړی، داسې خبرې چې یواځې د افغانانو او افغانستان په ګټه وی، ښکاره خبره ده چې طالبان د جګړې پروژه ده، سولې ته د رسیدو لپاره به لوی قیمت ورکوی.

افغانان چې اوس تر بل هر وخت ځانونه سولې ته نږدې ګوری، لامل یې دا دی چې د سولې لپاره د افغان حکومت نرمښت زیات دی او هڅه کوی دا جګړه په سوله پای ته ورسوی او نور افغانان خپل منځ کې په یو او بل نوم و نه وژنی.

خو برعکس طالبان بیا د سولې هره غوښتنه ردوی چې د جګړې پای لپاره موثره وی، دا د طالبانو خوښه نه ده، بلکې طالبان د جګړې لپاره راپورته شوی او د جګړې په بدل کې یې امکانات ترلاسه کړی او لا یې ترلاسه کوی چې ژوند یې پرې جوړ دی.

نو ویلی شو، تر هغې چې طالبان د پاکستان له اسارت و نه وځی، د سولې هر ډول خبرو ته تمې بې ځایه دی او په دې برخه کې به هر ډول هڅې رنګ را نه وړی، یواځې وخت به ضایع کړی.

x

دا هم وګورئ

د افغانستان ناروا جګړه او د طالبانو پلمې / عبدالمنان توحیدیار

تازه یو ځل بیا په مکه معظمه کې د اسلامی هېوادونو د همکاریو سازمان په ...