د طالبانو بده ورځ رارسیدلې / سید عبدالله پاچا

طالبانو د الفتح عملیاتو له اعلان سره یو ځای انګیرله چې ګنې سږ کال به ځینې سیمې ونیسی او جګړه کې به پرمختګ وکړی، خو له ډیرو هڅو سره ـ سره درې میاشتو کې نه دی بریالی شوی، چې کومه سیمه ونیسی او یا کوم ولایت کې مخامخ جګړه کې پرمختګ وکړی.

درې میاشتې تېرې شوې، طالبان یواځې ملکی ځایونو کې ځانمرګی بریدونه کوی او تر څنګ یې د سړک غاړې ماینونه ږدی چې قربانیان یې ملکی وګړی دی.

برعکس افغان ځواکونو بیا پر طالبانو بریدونه او عملیات زیات کړی او داسې ځایونو کې یې د طالبانو مرکزونه په نښه کړی او له منځه وړی چې طالبانو یې هیڅ فکر نه کوئ.

تاسو به اوریدلی وی چې وروستیو څلور میاشتو کې د طالبانو خوندی سیمې چې له کلونو راهیسې یې زندانونه پکې جوړ کړی و افغان ځواکونو مات کړی او هغه ملکی وګړی او نظامی کسان چې ورسره بندیان و، روغ رمټ راخلاص کړی دی.

تازه د هلمند په کجکی ولسوالۍ کې د جمعې په شپه د کمانډو ځانګړی ځواکونه د طالبانو هغه زندان ته رسیدلی چې طالبان کلونه وشول پکې واکمنی کوی او له خلکو باج ټولوی.

په دې عملیاتو کې د طالبانو زندان مات شوی او ۳۳ نظامی کسان چې له کلونو راهیسې د طالبانو تر شکنجو لاندې و، روغ رمټ راخلاص کړی او کورنیو ته سپارلی دی.

تر دې وړاندې یوه اوونۍ د زابل یوې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان مات شوی و چې زیات شمېر ملکی او نظامی زندان ترې ازاد شوی و.

همداسې د غزنی له یوې ولسوالۍ څخه یو شمېر کسان راخوشې شول چې طالبانو زندان کې ساتل، د طالبانو اکثره زندانونه په هلمند او زابل ولایتونو کې دی، دا هغه ولایتونه دی چې طالبان پکې زیات نفوذ لری او خوندی سیمو کې یې زندانونه جوړ کړی، خو دا سیمې او دا مرکزونه د افغان ځواکونو له شیش څخه پنا نه دی.

یانې طالبان په دې ځانګړو عملیاتو سره پوه شول چې نور نو افغان ځواکونه اوس پخوانی نه دی، اوس یې ځانګړی وړتیاوې پیدا کړی او کولای شی هر ځای او هر کله طالبانو ته سخت ګوزار ورکړی.

د طالبانو زندان ماتولو کوم اسانه کار نه دی، خو دا چې کمانډو ځواکونه ځانګړې وړتیاوې لری، طالبان یې پروړاندې هیڅ نه دی، اوس افغان ځواکونو د عملیاتو تر څنګ د کشف ساحه پراخه کړی او هر ځای ته لاس رسی لری.

نو دا ډول ځانګړی عملیات چې پکې یا زندان ماتیږی او یا د طالبانو مهم کسان پکې له منځه ځی، طالبانو ته ښکاره پیغام دی چې که سوله وکړئ یو څه امتیاز به لاس ته راوړئ، خو که سوله و نه کړئ، داسې به نور له منځه ځئ.

د افغان ځواکونو دا ځانګړی عملیات د افغانانو له پراخ هرکلی سره مخ دی او دا عملیات افغان ځواکونو پرځان باندې ولس ډاډمن کوی، چې دا وطن بې مالکه نه دی او دښمن به یې یو ورځ نابودیږی.

9 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

پر پښتون غورځنګ د پاکستان د ظلم دوام / سید عبدالله پاچا

له دوه کلونو زیات وشول چې کوزه پښتونخوا کې پښتنو اعتراض کړی او له پاکستانی ...