د افغانستان ناروا جګړه او د طالبانو پلمې / عبدالمنان توحیدیار

تازه یو ځل بیا په مکه معظمه کې د اسلامی هېوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې جګړه ناروا یاده کړې او په دې جګړه کې د روانې وینې تویدنې د مخنیوی غوښتنه یې کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامی هېوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې جګړه ناروا یادوی، تر دې یو کال وړاندې هم ورته کنفرانس کې د افغانستان جګړه د اسلام خلاف بلل شوې وه او هغه کسان یې له اسلام منحرف بللی و چې جګړې ته خلک سوق کوی.

د اسلامی هېوادونو د همکاریو سازمان کې ټول اسلامی هېوادونو استازی ګډون کوی او دا غونډه یې ۱۴مه غونډه وه چې په اسلامی هېوادونو کې جګړه یې ترهګری بللې او پر هغو وسله والو یې د اوربند غږ کړی چې جګړې ته د اسلام له نظره ناسم تفسیرونه وړاندې کوی.

خو طالبان به لکه د تېر په څېر د اسلامی هېوادونو دا غوښتنه هم و نه منی، ځکه طالبان د جګړې لپاره راپورته شوې پروژه ده او هیڅکله به سوله او اوربند و نه کړی، طالبان د جګړې لپاره بې سواده اوکم فکره ځوانان جذبوی او بیا پر دوی باندې نور افغانان وژنی او خپله هم وژل کیږی.

طالبان د افغان وژنې تر څنګ د افغانستان ورانونې مسوولیت هم لری او هغه هېوادونه چې د طالبانو مالی ملاتړ کوی، د هغوی د ګټو لپاره هر هغه کار کوی چې انسانیت او اسلامیت پرې شرمیږی، خو طالبان دا کار د خپلې بقا لپاره کوی او له دې لارې نه راګرځی.

د اسلامی هېوادونو د همکاریو دسازمان تر څنګ اندونیزیا کې هم د افغانستان جګړه دینی عالمانو نامشروع بللې وه او د مسلمانانو ترمنځ هر ډول تاوتریخوالی یې غندلی و.

په سعودی کې دعلماوو یو کنفرانس هم یو کال وړاندې تاوتریخوالی او جګړه غندلې وه او له طالبانو غوښتنه شوې وه چې د دې جګړې د بس او اهدافو ترلاسه کولو لپاره دې د سولې لار خپله کړی.

کابل کې هم دینی عالمان جرګه شوی و او نږدې درې زره دینی عالمانو په یو پریکړه لیک کې د ایاتونو او احادیثو له مخې جګړه نامشروع یاده کړه او پر وسله والو ډلو غږ وشو چې نور دې وینه نه تویوی.

خو طالب چې یو کرایه شوی اجرتی قاتل دی ، کلونه وشول د افغانانو په وینې تویدنې یې تنده نه ده ماته شوې او هره ورځ پردی اولادونه په نورو وژنی او د نورو اولادونه هم وژنی، طالب په دې پوهیږی چې د دې جګړې ګټې بهرنیان وړی او یواځې افغانان یې قربانی دی.

طالب مشران چې هوسا او ارام ژوند لری، هیڅکله نه غواړی چې دا ارام ژوند په سوله ورکړی او هڅه کوی چې د دې جګړې دوام باندې د دوی راتلونکی نسلونه هم بسیا شی.

تراوسه د هیڅ طالب زوی د جګړې قربانی نه دی، اکثره یې د اسلام اباد، دوحې او ترکیې په پوهنتونو کې زده کړې کوی او پردی اولادونه د جهاد په نامه جګړې ته استخداموی او دا لړۍ یې جارې ساتلې ده.

x

دا هم وګورئ

د طالبانو بده ورځ رارسیدلې / سید عبدالله پاچا

طالبانو د الفتح عملیاتو له اعلان سره یو ځای انګیرله چې ګنې سږ کال به ...