د افغانستان او پاکستان چارواکو په خپلمنځی اړیکو او د سولې په بهیر خبرې کړی

د سولی او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونی لومړنۍ غونډه نن په اسلام اباد کې وشوه.

پاکستان هغه ځای چې د کابل په باور په وار وار هلته د افغانستان په خاوره کې د بریدونو طرحې جوړې شوی، د دوشنبې په ورځ د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزولو د لومړنۍ غونډې کوربه و.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال په مشرۍ پلاوی له خپل پاکستانی سیال سهېل محمود په مشرۍ پلاوی سره ولیدل.

View image on TwitterView image on TwitterView image on TwitterView image on Twitter

Dr Mohammad Faisal

@ForeignOfficePk

The first review session of the Afghanistan-Pakistan Action Plan for Peace and Solidarity (APAPPS) was held in Islamabad today. Foreign Secretary Sohail Mahmood led the Pakistan delegation while the Afghan side was led by Deputy Foreign Minister @IdreesZaman.

۴۲ people are talking about this

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼی په خپرولو سره ویلی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والی د محمود د خبرو اساسی برخې وې.

د سیاسی چارو څېړونکی علی امیری په دې باور دی چې پاکستان ته د افغان پلاوی دا سفر له تېرو سفرونو څخه توپیر نه لری.

x

دا هم وګورئ

ملی سوداګر حاجی خدایداد نورزی دکندهاروالی په هڅو خوشی او خپلی کورنۍ ته وسپارل سو

یاد ملی سوداګر تېره شپه د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د خپله کوره وړل ...