دملی امنیت ریاست منصوبینو وسله وال طالبان او وسلې نیولی دی

د ارزګان ملی امنیت ریاست د دو بیلابیلو عملیاتو پرمهال ترینکوټ ښارکې دوه طالبان د وسلو او چوونکو توکو سره نیولی دې.

 ارزګان ملی امنیت ریاست مسؤلین وایی دغه عملیات تیره شپه ترینکوټ ښار اړوند خیروکاریز سیمه کې ترسره سوی چې پرمهال یې یوه قبضه هاوان ، شپږ مېله کلاشینکوفونه ، یوه پایه مخابره ،۲۳ کیلوګرامه چوونکی توکې ، اوه متره ثانیه سوز لین ، د موټرو دوه جعلی پلیټونه او ورسره دوه کسان چې په سیمه کې په ورانکاره فعالیتونو کې یې لاس درلود نیول سوی دی.

 ملی امنیت کې د سرچینی په خبره ، دغه عملیات تیره شپه ترینکوټ ښار خیروکاریز سیمه کې ترسره سوی او نیول سوو کسانو غوښتل د اختر شپو ورځو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړې.

 امنیتې مسؤلین دغلته د اختر ورځو رارسیدو سره سم د کلکو امنیتې تابیاو نیولو خبر هم ورکوی.

48 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...