خلګ:حکومت او وسله وال طالبان دی د سولی خبری بریالۍ کړی

د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ له درې سوه  غریبو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وسول

په مرسته سوو توکو کی ،چی وریجی،غوړی،بوره،چای،پلمېټ او نور اړین توکی شامل وه، د لوی کندهار د اسحاقزو شورا  د مشر لخوا پر غریبو کورنیو وویشل سول.

اړمن کسان له مرستی د خوښۍ تر څنګ له حکومت او وسله والو طالبانو غواړی،چی د سولی روانی خبری بریالۍ کړی،تر څو په هیواد کی فقر،غربت او لوږه ختمه سی.

 

د پنجوایی ولسوالۍ د تلوکان او مُشان کلیو له درې سوه غریبو او بې چاره کورنیو سره د مرستی پر مهال د لوی کندهار د اسحاقزو شورا مشر حاجی جمع ګل اسحاقزی وویل،چی د مرستو دا لړۍ یې تر خلګو د سولی پیغام رسولو په موخه پیل کړې.

هغه وایی ولس په تېرو جګړو کی سخت ځپل سوی او سخت اقتصادی او مالی زیانونه ورته اوښتی دی،نو ځکه یې دوی د لاسنیوی په موخه ورسره د اړینو خوراکی توکو مرستی کوی.

ښاغلی اسحاقزی وایی جګړه پردۍ ده،ګټه یې بهرنیو هیوادونو او زیان یې افغانانو ته رسیږی،چی باید ژر تر ژره ختمه سی.

د سیمی دینی عالمان او ځایی اوسېدونکی وایی په تیرو اتلسو کلونو کی د جګړو له امله ورته سخت زیانونه اوښتی ،زراعت او مالداری لمنځه تللې ده.

دوی د مرستو په تر لاسه کولو خوښ بریښی،خو له حکومت او وسله والو طالبانو غواړی،چی د سولی روانی خبری بریالۍ کړئ،تر څو په هیواد کی ورور وژوڼه،فقر او غربت لمنځه ولاړ سی.

باید وویل سی،چی تر دې وړاندی هم د لوی کندهار د اسحاقزو شورا د لوری د کندهار او هلمند له غریبو او بې وزله کورنیو سره د اړینو خوراکی او غیر خوراکی توکو مرستی سوی دی.

30 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره د پوهی او تجربو شریکولو پروګرام جوړ سو

د شنبې په ورځ په کندهار کی د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره ...