کندهاروالی:دخاکرېز ولسوالۍ دبې ځایه سوو کورنیو سره دی بېړنۍ مرستی وسی

دغه څرکندونی کندهار والی حیات الله حیات د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د اضطرار کمېټې په جوړه سوې غونډه کی وکړې، چی پکښی په ټولنیزو چارو کی د ولایت مقام مرستیال حاجی اغالالی دستګیری، دولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکرېزوال، د یوشمېر سکتوری ادارو رئیسانو او نړیوالو همکارو موسیساتو استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کی کندهار والی اړونده ادارو ته دنده وسپارل، چی په بېړنی ډول د خاکرېز ولسوالۍ له هغو کورنیو سره مرستی وکړی، چی د جګړو له امله دلته کندهار ښار ته راګډه سوی دی.

د استراری کمېټې په غونډه کی لومړی کندهار والی حیات الله حیات خبری وکړې او اړونده ریاستونو ته یې هدایت وکړ، چی د خاکرېز ولسوالۍ دبې ځایه سوو کورنیو سره بېړنۍ مرستی وکړی.

کندهار والی وویل، چی د خاکرېزولسوالۍ هغه کورنۍ چی د جګړې له امله دلته ښار ته راغلی باید دقیقی سروې سی او ژر ورته مرستی ورسیږی.

والی حیات الله حیات ددې ترڅنګ له نړیوالو همکارو موسیسو هم غوښتنه وکړه، چی په دې برخه کی د کندهار له ولایتی ادارې سره مرسته وکړی او د جګړې له امله دبې ځایه سوو کورنیو لپاره مرستی چمتو کړی.

نوموړی وویل، چی ولایتی اداره هڅه کوی ترڅو د کندهار ښار او خاکرېز ولسوالۍ ترمنځ لاره د خلکو پرمخ پرانیزی ترڅو هلته هم زیانمنو سوو کورنیو ته عاجلی مرستی ورسیږی.

د استرار کمېټې په غونډه کی دغه راز د هغه مرستی په اړه هم خبری وسوې، چی د سعودی عربستان د شاهی دولت له لوری دلته په کندهار کی له ۴۰۰۰ کورنیو سره کیږی.

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمدنایاب وویل، چی د سعودی د حکومت له لوری دا مرسته به په څو ورځو کی دلته په کندهار کی پر غریبو او بی ځایه سوو کورنیو ووېشل سی.

ده وویل، چی په دې مرسته کی ټول ۷ قلمه خوراکی توکی شامل دی، چی د مرکز او ولایتی ادارې د یوه ګډ هیت په حضور کی به ورسره مرسته وسی. کندهار والی د سعودی عربستان ددې مرستی هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چی مستحقو کورنیو ته دی ورکړل سی.

د استرارکمېټې په غونډه کی دغه راز د مرستی رسولو پرنورو مهمو برخو هم خبری وسوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول سول.

خبریال: رحیم الله رحیمی

361 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...