کندهارکی دشهید نیک علی او شهید عبدالوارث فاتحه واخیستل سوه

نوموړی، چی شهید انجنیر نیک علی یې د ولایت مقام د مرستیال عبدالحنان منیب د اکا زوی او شهید عبدالوارث یې د هغه ملګری وو د تېری جمعې په ورځ په مرکز کابل کی د وسلوالو مخالفینو لخوا د موټر د چسپکی ماین په وسیله په شهادت ورسېدل نن دوشنبه یې د خرقې مطهرې په جامع جومات کی فاتحه واخیستل سوه.

د فاتحې په مراسمو کی یې کندهار والی حیات الله حیات، د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د ولسوالیو ولسوالانو، د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو د کورنۍ غړو یې او دینی ملاامامانو ګډون کړی وو.

دغه راز په مراسمو کی د قرآن کریم د ختمونو ترڅنګ د لوی خدای.ج. دربار ته د دعا لاسونه لپه سوه او شهیدانو ته د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وسوه.

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...