ټاکل سوې د نظم خاص پخوانۍ ودانۍ کی داسان خدمت دفتر پرانیستل سی

دیادی ودانۍ د ارزونی او لیدنی په موخه کندهاروالی حیات الله حیات دولایت مقام دمرستیالانو او ښاروال په ملتیا لیدنه وکړل او یاده ودانۍ یې دنوموړی خدماتو دوړاندی کولو له پاره وړ ځای وباله.

کندهاروالی دپلازمینی کابل څخه دراغلی پلاوی سره لیدنه کی دیادی ودانۍ دترمیماتی چارو ترڅنګ هلته دلازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

هغه وویل، چی په دې سره به دکندهار ترڅنګ دګاونډیو ولایتونو داوسېدونکو له پاره هم خدمات عرضه او ګڼی اداری چاری په یوه ځای کی ترسره سی.

کندهاروالی دنظم خاص ودانۍ څخه دلیدنی پرمهال ښاروال ته هدایت وکړ ترڅو هلته شته مدیریتونه څیرمه ودانۍ ته انتقال او دیاد تعمیر ټولی شبعې اسان خدمت دفتر ته په واک کی ورکړی.

دغه راز کندهاروالی دولایت مقام دمرستیالانو په ملتیا دغلته دصنایعو او معدنونو دخونی څخه هم لیدنه وکړل او فعالیتونو یې وارزول.

لیدنه کی دیادی خونی مسئولینو دځینو ستونزو ترڅنګ دیوه مناسب ځای دنشتوالی یادونه هم وکړل، چی په مرسته یې ددوئ چاری ښه کېدلای سی.

کندهاروالی ښاغلی حیات په ټوله کی دیادی خونی فعالیتونه ښه وبلل او دستونزو دحل ډاډ یې څرګند کړ .

x

دا هم وګورئ

د سعودی پادشا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی

د سعودی له خوا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې ...