دسولي له پاره بايد ښکېلي غاړي نرمي وښه يي

دغه څرګندوني په هغه غونډه کښي قومي مشرانو وکړې چي دسولي په موخه په ډنډ ولسوالۍ کښي دقومي مشرانو او ځوانانو په ګډون جوړه سوې وه.

وينا والو له دولت او وسلوالو طالبانو وغوښتل ترڅو اوربند ته غاړه کښيږدي او دسولي په موخه بين الافغاني خبروته زمينه برابره کړي.

4

دسولي په هدف دډنډ ولسوالۍ دقومي مشرانو او ځوانانو ترمنځ دغه غونډه چي دولسوالۍ په انګړ کښي دسولي دولايتي شورا دمسئولينو په ګډون جوړه سوې وه، پرمهال يې ويناوالو دسولي له پاره خوشبيني وښودل او ددولت ترڅنګ يې پر وسلوالو طالبانو هم ږغ وکړ، ترڅو خپلو پاليسيو کښي نرمي وښه يي او دسولي خبروته زمينه برابره کړي.

دسولي ولايتي شورا رئيس شير احمدحقيار او ددارلانشا مسئول محمد عمر ساطع دسولي له پاره ولسي حرکتونه بې ساري وبلل او دايي دسولي په تامين کښي يو اغيزمن ګام وباله.

دوی ددولت له لوري  داوږده اوربند اعلان هم هغه څه ياد کړ، چي ددولت له لوري نرمي ښه يي او وسلوالو طالبانو ته دبين الافغاني خبرو بلنه ورکوي .

2

غونډه کښي دډنډ ولسوال عبدالله خان، امنيه قومندان او قومي مشرانو هم په وار سره خبري وکړې او پر وسلوالو طالبانو يې ږغ وکړ، ترڅو نور له وسلوال فعاليته لاس واخلي او ددولت سره دسولي خبروته حاضر سي.

دوی روانه جګړه دپرديو دسيسه، دناخوالو زيږنده او دپرمختګ خنډ وبلل چي بايد نور افغانان پوه او دسولي له لاري خپلو ارمانونوته ورسيږي .

3

دغه راز دقومي مشرانو ترڅنګ يوه بله غونډه کښي بيا ځوانانو هم دسولي دروانو هڅو هرکلی وکړ او پر وسلوالو طالبانو يې ږغ وکړ، ترڅو دسولي خبروته حاضر او ددولت سره اوربند ته غاړه کښيږدي.

ددوی په خبره چي جګړه دحل لارنه بلکي خبري اتري کولای سي روانو ناخوالوته دپای ټکي کښيږدي .

1

ديادوني وړده چي دسولي دروانو هڅو په ترڅ کښي تيره ورځ په پنجوايي ولسوالۍ کښي هم دقومي مشرانو په ګډون پراخه غونډه جوړه سوې وه او دجګړې پر ښکيلو غاړو ږغ سوی ؤ، چي نور دوسلوال فعاليته لاس واخلي او داوربند په ترڅ کښي بين الافغاني خبروته زمينه برابره کړي .

خبریال: نثار احمد احمدي

712 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...