جمهوررئیس غني پرطالبانو ږغ وکړ، چي د سولي مذاکراتو پرېکړه ستاسو په لاس کي ده

1جمهوررئیس محمداشرف غني د شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کي وویل: د حکومت یو اړخیز اوربند پای ته ورسېد او وسله وال ځواکونه د عملیاتو اجازه لري.

جمهور رئیس چي په دې اړه د ځینو خبریالانو پوښتني ځوابولې وویل: له دې سره جوخت به پر سیاسي پروسې هم کار روان وي او هر کله چې طالبان اوربند ته تیار وي، مونږ هم چمتو یو. هغه زیاته کړه: د امن سیمو طرحه د حکومت نه ده او هیڅ سیمه د امن سیمې په نوم چاته نه سپارل کېږي.

ددغه خبري کنفرانس پر مهال جمهوررئیس محمد اشرف غني غني وویل، بین الافغاني مذاکرات لومړنی پړاو دی او موږ باید د سولي په اړه د کلیدي موضوعاتو لیست ته لاسرسی ولرو او له بېلابېلو قشرونو به د مذاکرې ټیم جوړسي او موږ باید پر یوې حقوقي پروسې او ملي میکانیزم باندي پایلي ته ورسېږو.

هغه له پاکستان سره د مذاکراتو په اړه وویل، افغانستان او پاکستان درې بعدي مناسبات لري او مهمه ده چې د طالبانو د ستونزي ترحل وروسته دواړه هېوادونه څه ډول ګډ ژوند وکړي او افغانستان د اسیا څلور لاري په توګه د پاکستان لپاره څه نقش لري.2

د هېواد جمهوررئیس څرګند کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کاغذ توافقات رامنځته سوي او په دې برخه کي باید ګډ او جدي اقدامات وسي. هغه زیاته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو سیاست باید بدلون وکړي او زمونږ لپاره د افغانستان ملي ګټي معیار دی چي دا د متقابل احترام او اعتماد او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو پر بنسټ تحقق مومي.

جمهوررئیس غني وویل، پاکستان مرکزي اسیا ته اړتیا لري او د انرژۍ او ټولو مواردو په ګډون دغه ټولي اړتیا وې به یواځي د افغانستان له لارې هغه هېواد ته ممکن وي او زمونږ موخه د باثباته سیمې لرل دي.

جمهوررئیس د اوربند او سولي په اړه وویل، د حکومت له پیل څخه په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي ناستي سوي او اوس دغه بحث پر ملي سراسري اجماع او غوښتنه بدل سوی دی.

جمهوررئیس وویل: هماغه ډول چي د افغانستان ملت جهاد د چا په انحصار کې نه دی او خلکو پورې اړه لري، د سولې پروسه به هم د چا په انحصار کي نه وي. حزب اسلامي سره سوله لومړنی ګام و او هر ګام چي د سولي په اړه اخلو، د پلان او ستراتیرژۍ پر بنسټ دی.

جمهوررئیس غني زیاته کړه: بل ګام د سولې مذاکراتو پر طرحې اجماع ده او په دې برخه کې د جګړې برعکس، سیمه ییزه او نړیواله اجماع موجوده ده او مونږ د جګړې مقابل لوری تعریف کړی او اوس د سولې لوری هم تعریفوو چې له چا سره سوله کوو.

جمهوررئیس زیاته کړه، مشروعیت نیابتي نه دی، که څوک د ملت په استازیتوب خبرې کوي باید مشخص سي چې د کوم قانون او میکانیزم پر بنسټ د ملت په استازیتوب د خبرو کولو حق لري. د سولې په اړه تصمیم نیونه ملت پورې اړه لري.

جمهوررئیس څرګنده کړه د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو په ستراتیژي کې د قوې استعمال موخه سوله او د باثبات او امن افغانستان لرل دي.

جمهوررئیس غني وویل، که د اوربند لپاره مود سولې  تړون لاسلیک ته انتظار ایستلای، نو تر نامعلومې مودې پورې باید د وینې تویدو د بندیدو منتظر وای او اوربند دغه بن بست مات او تحرک یې رامنځته کړ.

هغه زیاته کړه: له اوربند وروسته فضا بدلون وکړ او د سولې ولسي کاروان په ګډون ټولو اقشارو د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه او زمونږ صداقت، استقلالیت، نیت او اراده روښانه سوه چې یواځې افغانان کولای سي سوله، هوساینه او امنیت تامین کړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: فساد، قانون ماتونه او جرم میراثي دي چې له پخوانیو لسیزو په میراث راپاتې دی، مونږ کلکه اراده لرو چې د سولې په اړه انحصار له منځه لاړ سي او په دې برخه کې به معامله ونه سي او هیڅوک د ویتو حق نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د محدودو  کسانو پر ګټو د ملت ګټو ته ترجیح ورکړل سي

جمهوررئیس وویل، د سولې تړون په پټه نه سي ترسره کېدی، د افغانستان د سولې سیاست هم پرانیستی سیاست او د مذاکرې سیاست دی، د اوربند اعلان دیني او اسلامي مشروعیت لري.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، د مذاکراتو په جریان کې د سولې پر طرحه بحث کېږي، خو د اوربند، سولې او د سولې د تړون ترمنځ توپیر اړین دی. هغه وویل خلک د سولې اوهمدارنګه د جګړې د ودرېدو غوښتونکی دی او اوس د دې وخت دی چې طالبان د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

جمهوررئیس وویل: طالبان اوس  ولس، د افغانستان له دیني علماوو، د اندونیزیا، پاکستان، د مکې او مدینې له خطیبانو او د اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي، په دې اړه ورته فشارونه پر حکومت هم موجود وو، خو حکومت دغه فشار مسوولانه رفع کړ، اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول چلند کوي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه د مذاکراتو د پیل پر مهال به د ټولو اقشارو نظرونه په پام کې نیول کېږي. هغه زیاته کړه د ټولو میراثي ستونزو سره سره موږ پر مثبت لوري حرکت کوو او د مسائلو د حل په حال کې یوو، زموږ د خلکو لومړنۍ غوښتنه د جګړې ختمېدل او سوله ده.3

جمهوررئیس له طالبانو وغوښتل چې د سولې اراده وکړي او زیاته یې کړه، دا د علماو او ښځو په ګډون د بېلابېلو اقشارو د غوښتنو پر بنسټ افغاني فشار دی، نه بهرنی. اوس دا پرېکړه د هغو په لاس کې ده چې ولس وژني او که مثبت ځواب ورته وايي.

 

1953 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...