په کندهار کي د سلو څخه زیاتو تېزو بالرانو څخه ازموینه واخیستل سوه

د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، هغه بالران، چي په ازموينه کي بريالي سي، هغوی ته به په مرکز کابل او د هیواده بهر نوري زده کړي هم ورکول سي.

د ازمویني ګډوالو تېزو بالرانو د امتحان پروسه شفافه وبلل او زیاته یې کړه، چي د بست زون د کرکټ لوبغاړو لپاره باید لاهم اسانتیاوي برابري کړل سي.

په کندهار کي د پنځو ولایتو د تېزو بالرانو څخه دکريکټ په ملي ټیم کي د لوبولو او په بهرنیو هیوادونو کي د کرکټ په سیالیو کي د ګډون کولو په موخه امتحان واخیستل سوه.

3

د کندهار ولایت د کرکټ بورډ مسؤل مسعود رحماني وویل، د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتو څخه تر سلو زیات د کرکټ لوبغاړو د تېزو توپ اچوونکو په ازمونیه کي ګډون کړی دی.

ښاغلی رحماني وايي، ددې پروسې له لاري کامیاب بالرانو ته به په مرکز کابل او د هغه څخه وروسته په هندوستان او عربي متحده اماراتو کي د پیاوړو روزونکو له خوا تمرینات ورکول سي، څو به راتلونکي کي د کرکټ په ملي لوبډله کي ولوبیږي.

مسعود رحماني وویل، چي په دې ازموینه کي د ګډون کوونکو لوبغاړو عمر باید  د ۱۶ څخه تر ۲۰ کلنو پوري وي او د بال تېزوالی یې باید حد اقل یو سلو دېرش وي.

4

نوموړی وايي چي کامیابه سوو لوبغاړو لپاره ټاکلې اندازه نه لري، هرڅومره، چي زيات بريالي سي، هغومره به ښه وي.

دغه راز د څو ولایتونو څخه د بست زون د کرکټ لوبډلي تېزو بالرانو وویل چي د امتحان پروسه ورته شفافه ښکاري او هیله لري څو کرکټ بورډ د بست زون د لوبغاړو څخه زیات تېز بالران ونیسي.

یادو لوبغاړو د کرکټ بورډ د مسولینو او نورو لوړ رطبه چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چي د بسټ زون سره همکاري زیاته کړي ځکه په دې لوبډله کي دزیاتو ولایتو لوبغاړي شتون لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو وروسته له هغه په ولایتونو کي د تېزو بالرانو څخه د ازمویني د اخیستلو پرېکړه وکړه، چي افغان ملي لوبډلي د هند سره په وروستۍ ټېسټ لوبه کي ماته وخوړله.

خبریال: احمدشاه شاداب

939 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...