په تیرو څلرویشت ساعتونو کي ۲۳ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په رالیږل سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي دملي ادرو ځواکونو د افغان ګډو ځواکونو په همکارۍ په کندهار، روزګان او زابل ولايتونو کي دنصرت په چوکاټ کي د اتل په نوم عملیات ترسره کړي، چي پر مهال يې ۲۳ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبل اوښتې ده.

په یاد شمیر کسانو کي ۱۹ وژل سوي او پاته شمیر يې ټپیان سوي دي.

1 (66)

د خبرپاڼې په حواله په دغو عملیاتو کي افغان سرتیرو ته سپکي او درنې وسلې هم په لاس ورغلي دي او همداراز په یادو عملیاتو کي ۴۳ حلقې ماینونه، چي وسله والو مخالفینو په لارو او کوڅو کي ځاي پرځاي کړي وه هم خنثا سوي دي.

دملي اردو سرتیري او مسؤلین وايي، چي شپه او ورځ يې پر ځان یوه کړې او دخاوري و خلکو ساتنه کوي.

خبریال: عبدالقاهر پيوستون

 

1433 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...