د ميرويس روغتون طبي وسايل تر ډېره عصري سوي دي

یادي څرګندوني د عامي روغتیا مرستیال ډاکټر احمدالله فیضي دکندهار ملي راډیو تلویزیون سره خبرو کي وکړې.

هغه وايي، چي د تیرو دوو کلنو راهسي په دغه روغتون کي زیات شمیر نوي امکانات برابر سوي، چي تر ډیره يې د ناروغانو ستونزي حل کړي دي او یوازي څو محدود ناروغۍ دي، چي دلته يې درملنه ناشونې ده.

میرویس حوزوي روغتون کي دسویلي زون په کچه دناروغانو درملنه کېږي، ددغه روغتون امکانات کم خو مراجعین يي ډیر دي.

دکندهار دعامي روغتيارياست مسؤلين وايي، ددوو کلنو راهسي دمیرویس حوزوي روغتون طبي وسايل نوي او امکانات ډیر سوي دي، خو لاهم اړتیا لیدل کیږي، چي د وخت په تیریدو سره به ټولي ستونزي حل سي.

2

د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر احمدالله فیضي وايي، دتیرو دووکلنو په جریان کي دماشومانو لپاره مجهز واټ او د پښتورګو ناروغانو ددرملني لپاره هیمولیالست جوړ سوی، چي د ویني او ادرار جلاکولو امکانات پکښي موجود دي.

همداراز په دغه موده کي د توبرکلوز یا نري رنځ ناروغیو د درمنلي څانګه، د نسائي ولادي ناروغانو دپایوازانو لپاره انظار ځای، چي اشپزخانه، د اوداسه ځای او مسجد لري جوړ سوي او ددې ترڅنګ یوشمیر مهم اړین روغتیائي سامانونه هم دروغتون لپاره برابرکړل سوي دي.

1

ښاغلی فیضي وايي، په میرویس حوزوي روغتون کي یوازي داعصابو جراحي، دمفاصلو تبدیل، د سرطان ناروغۍ درملنه او د زړه عملیات نسي کیدلاي، خو نور د هر ډول ناروغيو د درملني ټول امکانات لري.

دعامي روغتیا مرستيال وویل، میرویس حوزوي روغتون څلرویشت ساعته فعاليت لري، چي په دې موده کي زیات شمیر ناروغان مراجعه کوي، چي دسلو په شاوخوا کي ناروغان هره ورځ بستر او په همدغه شمیر روخصتیږي.

ښاغلی فیضي زیاتوي، چي میرویس روغتون ته د ۱۰۰۰ زرو په شاوخوا کي سراپا ناروغان هم مراجعه کوي او دهغوئ درملنه بغیر له بستر څخه ترسره کیږي.

خبریال: عبدالقاهرپیوستون

x

دا هم وګورئ

د سعودی پادشا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی

د سعودی له خوا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې ...