ورځ تر بلي د هغه ماشومانو په شمېر کي زیاتوالی راځي چي په شاقه کارونو باندي مصروفه وي

یاد ماشومان وايي، په کورنیو کي د اقتصادي مشکلاتو له امله اړ دي چي شاقه او درانه کارونه وکړي او ددې لاري خپلي کورنۍ اقتصادي ستونزي حل کړي.

بل خوا په کندهار کي د حقوق بشر کمېسيون د ماشومانو د څانګي مسؤل وايي چي پر ماشومانو د شاقه کارونو د مخنيوي په اړه یې هڅي رواني دي.

د مېلادي کال د جون (۶) می میاشتي لومړۍ نېټه پر ماشومانو د شاقه کارونو د مخنيوي نړیواله ورځ ده، چي دغه ورځ په ټوله نړۍ کي پر ماشومان د شاقه کارونو د مخنيوي په موخه لمانځل کېږي.

t

په کندهار کي په ماشومانو د شاقه او درنو کارونو په شمېر کي نور هم زیاتوالی راغلی او زيات شمېر کوچنيان د خښتو په بټیو، مستریخانو، نانوایانو او نورو بیلا بیلو ځایونو کي په درنو کارونو بوخت دي.

هغه ماشومان چي په درنو کارونو بوخت دي وایي چي له دې لاري غواړي، دخپلي کورنۍ اقتصادي ستونزي حل کړي.

کوچنيوالی د زده کړو وخت بلل کېږي، خو په درنو کارونو مصروف کوچنيان نه يوازي د زده کړو څخه محروم دي، بلکي زياترو يې د کوچنيوالي خوشحالۍ هم نه دي ليدلي.

4

دغه کوچنيان وايي، که يې د کورنۍ سرپرستان وای، نو اوس به دکارونو پرځای په زده کړه بوخت واي.

دې ته ورته په مستریخانو کي د لويو او کوچنيو موټرونو مستریان چي په  زیات شمیر کوچنیان ورسره په کارونو بوخت دي وايي چي دوی هڅه کوي څو ماشومان د درنو کارونو څخه وژغوري.

یاد کسان وايي چي دغه ماشومان غواړي هم حرفوي زده کړي له دې لاري وکړي او هم د خپلي کورنۍ لپاره څه اندازه پيسې وګټي.

بل خوا په کندهار کي د حقوق بشر کمېسیون د ماشومانو د څانګي مسؤل شمس الدین تنویر وايي چي دوی په تېر کال کي د خپلي ادارې له لوري په کندهار کي پر ماشومانو د شاقه کارونو په اړه یوه سروې تر سره کړې ده او هم یې په بېلابېلو برخو کي پر ماشومانو د شاقه کارونو د مخنيوي په برخه کي ورکشافونه جوړ کړي دي.

22222

ښاغلی تنوير وايي چي ملګري ملتونو هم د افغان ماشومانو سره د شاقه کارونو د مخنيوي په موخه ډول ډول مرستي کړي دي، خو نوموړی وايي چي دولت باید په دې برخه مي جدي کار وکړي.

جنګ، جګړې او غربت هغه لوی لاملونه دي، چي له امله يې زيات شمېر کوچنيان بې سرپرسته ژوند کوي.

که څه هم دولت او ځينو مرستندويه موسيساتو ددغه ډول بې سرپرسته کوچنيانو لپاره روزنيز پروګرامونه پلي کړي او په دې برخه کي يې څه ناڅه کار کړی، خو لاهم بيخي ډېر دغه ډول کوچنيان سته، چي دکورنۍ مشران يې د لاسه ورکړي او دوی اړ دي، چي د خپلو کورنيو ستونزو د حل لپاره درانه کارونه وکړي او کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

خبریال: حمدشاه شاداب

922 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...