د کندهار په استيناف محکمه کي د بيلابيلو ارګانونو ترمنځ د همږغۍ ناسته جوړه سول

د همږغۍ په دې ناسته کي د استيناف محمکې د رئيس قضاوتيار ذبيح الله ابراهيمي ترڅنګ د عدلې، څارنوالۍ، امنيه قوماندانۍ ، عامي روغتيا رياست او د ځينو نورو دولتي ادارو مسؤلينواواستازو برخه اخيستې وه.

د کندهار په استيناف محکمه کي د قاضيانو او څارنوالانو ترمنځ د همږغۍ په ناسته کي پر بيلابيلو حقوقي او قضايي مسايلو خبري وسوې.

34

دکندهار د استيناف محمکې  رئيس قضاوتيار ذبيح الله ابراهيمي د کندهار ملي راډيوتلوېزيون سره په خبرو کي وویل، چي د همږغۍ دغه ډول ناستي يې د قضايي مسايلو په برخه کي ستونزي کموي او د عدلي او قضايي ارګانونو اړيکي له نورو ادارو سره پياوړي کوي.

نوموړي وویل، چي د دې ترڅنګ هڅه کوي، په فرهنګي برخه کي يو کمېسيون هم رامنځته کړي ترڅو دقانون په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

23

د کندهار د استيناف محمکې رئيس دغه راز زياته کړه، چي د دې ډول ګډو او مشورتي ناستو په ترڅ  کي يې دامنيتي ادارو مسؤلينو او استازو ته پوهاوی ورکړی ،چي داشخاصو او افرادو دنيولوپروخت دهغوئ بشري او اسلامي حقوق ترپښو لاندي نه کړي.

ده وویل، چي د چارو دښه سمون لپاره به د همږغۍ دغه ډول ناستو ته دوام ورکړي،ترڅو د مراجعينو قضيو ته پر وخت لاس رسی وسي.

بايد وویل سي، چي د کندهار په استيناف محمکه کي هره مياشت د دې محکمې د قاضيانو او څارنوالانو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره کيږي، چي پرمهال يې د اړوند ادارو پر فعاليتونو، ستونزو او نورو حقوقي موضوعاتو خبري کيږي.

خبریال: رحیم الله رحيمي

1309 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...