بي بي حميدې د ۴۰۰ غريبو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د شنبې په ورځ په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازي بي بي حميدې يوسفي په کندهار کي د ۴۰۰ غريبو کورنيو سره د روژې مبارکي مياشتي په خاطر د خوراکي توکو مرسته وکړه.

مرسته تر لاسه کوونکي کورنۍ له دغه مرستي خوښ دي او د روژې  په مبارکه مياشت کي د نورو سوداګرو څخه د لاس نيوي غوښتنه کوي.

د شنبې په ورځ په پارلمان کي د کندهار د خلګو استازي بي بي حميدې يوسفي د کندهار له ۴۰۰ غريبو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

آغلې بي بي حميده وايي، مرسته يې د روژې مبارکي مياشتي له امله له هغه کورنيو سره کړې، چي مستحق دي او مرستي ته اړتيا لري.

455

نوموړې له نورو سوداګرو او بډايه کورنيو غواړي، چي د روژې په مبارکه مياشت کي له خپلو غريبو هيوادولو سره مرسته وکړي او لاس نيوی يې وکړي.

پرهمدې مهال هغه کورنۍ چي مرسته يې ترلاسه کړې وه، زيات خوښ وه او وايي، نور بډايه خلګ دي يې هم له حاله ځان خبر کړي او د روژې د مياشتي په خاطر دي ورسره مرسته وکړي. دوی وايي، غربت او بې وزلۍ يې هر څه ورڅخه اخيستي او دامهال مرستو ته اړتيا لري.

دا په داسي حال کي ده، چي د روژې په مياشت کي هر کال سوداګر، بډايه خلګ او ولايتي اداره هڅه کوي، څو د هغه کورنيو لاس نيوی وکړي، چي غريبان دي او مرستي ته اړتيا لري.په دغه مرستو کي خوراکي توکي، او نقدي پيسې شاملي وې.

خبریال: ولي محمد انوري

1726 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...