د کندهار رضاکار فدراسیون مسئولينو د مرستيال والي سره وکتل

دشنبې په ورځ د کندهار رضاکار فدراسیون مسئولينو او ترڅنګ ئي ښځينه رضاکاره غړو د مرستيال والي عبدالحنان منيب سره وکتل.

د رضاکارفدارسیون ښځينه کمېټې مسئولي نبيله اسدي وويل،د ښځينه کمېټې د جوړولو څخه يې موخه د ښځوستونزي راټولول،او د مربوطه ادارو سره شريکي کول دي.

د هغې په خبره غواړي چي خپل فعاليتونه د ښار تر څنګ ولسواليو ته هم وغځوي،هغې په دې برخه کي د ولايتي ادراې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

32846962_1673741259389098_1881547888736075776_n

وروسته د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب د ياد فدراسیون مسئولينو ته د ولايتي اداري په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي منيب همداراز زياته کړه،ولايتي اداره هڅه کوي ترڅو د ښځو په برخه کي پرتي ستونزي حل کړي، او هغوی ته د کار زمينه برابره کړي.
مرستيال والي، له رضاکار فدراسیون له مسئولينو څخه وغوښتل ترڅو د ښځو د اقتصاد پياوړتيا په برخه کي خپلي طرحي د ولايت مقام سره شريکي کړي څو په راتلونکو انکشافي پلانونو کي ځاي ورکول سي.

32871388_1673740976055793_350082436404609024_n

1357 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...