د افغان ځواکونو په عملياتو کي ۳۸ وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

عمليات ۲

په هغه عملياتو کي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کي تر سره سوي په ترڅ کي يې ۱۹ وسله وال ترهګر وژل سوي ۱۹ تنه ټپيان سوي او ۱۶ تنه ژوندي نيول سوي.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه عمليات د کندهار، هلمند، زابل او روزګان په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کي ترسره سوي دي.

د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ ډول زيان نه دی اوښتي، خو د جګړې په ډګر کي د وسله والو وسلې، مهمات او نقليه وسايط لمنځه وړل سوي دي.

1282 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...