په زابل کي د لسګونو نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سوه

په دغه ازموینه کي نژدې څلورسوه زده کوونکو نوم لیکنه کړي وه اوټولو زده کوونکوهڅه کول چي دخپلي خوښي پوهنځي ته ځان بریالی کړي، زده کوونکي دکانکور دازمویني دسوالونو او دامتحان دشفافیت څخه خوښ بریښیدل.

d

د کانکور دغه ازموینه دزابل پوهنتون په انګړ کې واخیستل سوه چي د افتتاح په مراسمو کي يې د زابل دوالي په ګډون د یوشمېر ادارو رئيسانو، له کابله راغلي پلاوي او یو شمیر سیمه ییزو خلکو برخه اخيستې وه.

د دې ولایت والي خیال محمد حسیني په خپلو خبرو کې وویل چي سږ کال د زابل له ښوونځیو څه باندي څلورسوه تنه فارغه سوي ول چې د کانکور لپاره یې ثبت نام کړی و او نن ځيني ازموینه اخیستل کیږي.

نوموړي وویل که څه هم یو شمیر زده کوونکي غیر حاضر دي خو بیا هم ډير تعداد يې امتحان ته راغلي او دولت هڅه کوي چي د امکان تر حده زیاتو کسانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او د زابل پر اوسېدونکو يې ږغ وکړ چې د وران وطن د جوړېدو یوه  لاره هم تعلیم دی، نو راسئ نور له ستړیا څخه ځانونه وباسئ او د ځان په شمول خپل بچیان مکتبونو ته ولېږئ او ورباندي تعلیم وکړئ.

dd

له کابل څخه د کانکور د امتحان لپاره د راغلي پلاوي مشر استاد ضمیر وویل د لوړو زده کړو وزارت د کانکور لپاره نوی سیتسم جوړ کړی تر څو شفافیت تامین سي.

د راغلي پلاوي مشر په زابل کې د امتحان ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې حق به یې نه ضایع کیږي او هر څوک به له خپل لیاقت سره سم پوهنځيو ته معرفي او نتیجه به یې اعلان سي.

ddd

یو شمیر د امتحان ګډونوال له نننۍ پروسې خوشاله دی او وايي چې د ازموینې صحنه په ښه ډول ترتیب سوې وه او دوی هیله مند دي چي د نتایجو تر اعلان پوري به دغسی شفافیت وساتل سي.  دوی وايي ځوانان د تعلیم په قدر پوه سوي دي او غواړي چي زده کړي ترلاسه او د وطن لپاره خدمت وکړي.

په زابل کې په داسي حال کې د دوولسمو ټولګیو له فارغینو د کانکور امتحان واخیستل سو چې سږ کال په دی ولایت کی لسګونه تړلي ښوونځي بیرته پرانیستل سول او د چارواکو په خبره په اینده کلونو کي به د کانکور د ګډونوالو شمېر نور هم زیات سي.

راپور: احمد فیضان

1071 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...