په ډنډ ولسوالۍ کي يو روغتيايي فرعي کلينک پرانستل سو

د عامي روغتيآ مسؤلين وايي دا مرکز د هغه ديارلس فرعي کلينکونو څخه يو دئ،چي د دوی لخوا په ليرو پرتو سيمو کي خلګو ته د روغتيايي خدماتو د رسولو په موخه پرانيستل کيږي.

د ډنډ ولسوالۍ په ګډون تر اوسه لس روغتيايي فرعي کلينکونه فعاله سوي او په نږدې وختو کي به په ارغستان ولسوالۍ کي هم پرانيستل سي.

دشنبې په ورځ دعامي روغتيا رياست دمسولينو لخوا د ډنډ ولسوالۍ دقدوس کاريز په سيمه کي يو فرعي روغتيايي کلينک دپټۍ په پريکولو سره ګټي اخستني لپاره پرانيستل سوو.

5

ددغه روغتيا يي مرکز دپرانستلو پرمهال دعامي روغتيا رئیس ډاکټرعبدالقيوم پخلا رسنيو ته وويل دعامي روغتيا وزارت په مالي لګښت دليرو پرتو سيمو د اوسيدونکو لپاره ديارلس بابه فرعي کلينکونه جوړيږي ،چي لس کلینکونه فعاله اوپاته نوربه هم نزدو ورځو کي ارغستان ولسوالۍ کي پرانيزي.

دعامي روغتيا رئیس وويل دغه روغتونو کي به په يوه وخت يو ډاکټر ، قابله او نرس دناروغو هیوادوالو لپاره خدمت کوي اوترڅنګ يی دښځو دولادت لپاره هم اسانتياوي لري.

4

ځايي اوسيدونکو هم ددغه روغتيا يي مرکز په پرانستلو سره خوښي ښوول او وويل مخکي په دغه برخه کي دزياتو ستونزو سره مخ وه.

داکلينک په داسي حال کي پرانستل سو چي اوس هم دکندهار په لیري پرتوسیموکي دروغتيايي خدماتو کمښت احساسيږي اوخلګ غوښتنه کوي چي په سيمه کي دي يي روغتيايی مرکزونه جوړسي.

خبریال: سيدستار مهتابي

460 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...