په کندهار کي دثور اتمه يا د مجاهدينو د بريا ورځ ولمانځل سوه

په همدې موخه د شنبې په ورځ په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي د جمهور رئيس او اجرائيه رئيس د رالېږل سوو پيغامونو ترڅنګ د غونډي وينا والو هم د دې ورځي پر ارزښت خبري وکړې او پر مجاهدينو يې ږغ وکړ، چي د سولي په راوستلو او په هيواد کي د ډاډمن امنيت راتلو په موخه پراخي هلي ځلي وکړي، تر څو د ثور داتمي غوندي يو ځل بيا د پرديو د دسيسو په وړاندي يو موټي سوو او هيواد د نيابتی جګړې څخه خلاص کړو.

ff

د ثور اتمه نېټه، چي د افغان مجاهدين د بريا ورځ ده د لمانځلو په موخه يې په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوې وه، چي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په ګډون، مرستيال والي عبدالحنان منيب، د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکريزوال او غړو، ګڼ شمېر د ملکي او نظامي ادارو مسؤلينو او سرتيرو، جهادي قومندانانو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د غونډي په پيل کي د ثور د اتمي په مناسبت د هيواد د جمهور رئيس او اجرائيه رئيس د مبارکۍ پيغامونه ولوستل سوه، چي پکښي د مجاهدينو غوښتل سوي وه، تر څو په هيواد کي د تل پاتي سولي راتلو او يووالي راوستلو په موخه پراخي هلي ځلي وکړي.

په غونډه کي کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا پخپلو خبرو کي دمجاهدينو د قربانيو او سرښندونو څخه دستايني او قدرانۍ ترڅنګ وويل، چي افغان مجاهدينو دسره لښکر په وړاندي په برحقه جګړه کي زياتي قربانۍ ورکړې په زرګونه افغانان شهيدان، ټپيان او معلول سوه خو ديادو قربانيوسره سره بيا هم افغان مجاهدين په خپل هدف کي بريالي سوه.

ښاغلي ويسا وويل زموږ د هيواد پرپاکه خاوره هر يرغلګر ته افغانانو غاښ ماتوونکی جواب ويلی دی او ښه بېلګه يې افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه ياد کړه، چي د نړيوالو ترهګرو په وړاندي د خپل سر په سودا د هيواد  خاوري او ولس څخه دفاع کوي.

f

په غونډه کي د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکريزوال وويل که څه هم مجاهدينو دسره لښکر په وړاندي په جګړه کي برياليتوب ترلاسه کړ، خو زموږ دخلکو دبې اتقافۍ له لاسه يوځلي بيا يوشمېر خارجي هيوادونو زموږ په هيواد کي مداخلې شروع کړي او دلته خپل سياسي رقابتونه مخ ته وړي، چي قرباني يې افغانان ورکوي.

ښاغلي خاکريزوال دمجاهدينو په ګډون پرټولو افغانانو ږغ وکړ، چي نور بايد په يوه اتفاق په هيواد کي دسولي راوستلو لپاره هلي ځلي وکړو او دغه روان ناورين ته پای ټکی کښېږدي.

fff

په يادو مراسمو کي د ولايتي شورا غړي نعمت الله شيردلي، د سويلي حوزې د جهادي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي او د غونډي نورو ويناوالو هم يو په بل پسي د ثور د اتمي او د مجاهدينو د بريا، قربانيو، مهاجريتونو، د هيواد په چارو کي د بهرنيو هيوادونو دلاسوهنو، د جهادي شخصيتونو دوارثينو د حقوقو د ورکړي او ګڼ شمير نورو مسايلو باندي خبری وکړې او وويل، چي په هيواد کي د سولي راوستلو او ډاډمن امنيت راتلو په موخه مجاهدين بايد د خپل دولت سره مرسته وکړي، تر څو په هيواد کي سوله او امنيت تامين سي.

fffffffff

د ثور اتمه، چي د مجاهدينو د بريا ورځ ده دولت په ټول هيواد کي عمومي رخصتي اعلان کړې او ددې تر څنګ ياده ورځ د هيواد په ګوټ ګوټ کي د مجاهدينو د بريا، قرباينو او سر ښندونو دياد ساتلو په موخه په پراخو غونډو سره لمانځل کيږي.

راپور: احمد بهير احمدي

1062 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...