د کندهار د امنيې قوماندانۍ خبرتيا!

د کندهار امنيه قومانداني د ډنډ او دامان ولسواليو کروندګرو ته، چي د اوبو د نشتون له امله په خپلو کروندو باندي کښتونه نه کري خبر ورکوي، چي امنیه قوماندان لوئ پاسوال عبدالرازق ورته د اوبو برمې جوړوي، تر څو کروندګر سبزيجات وکري او پاليزونه جوړ کړي.

هغه له خلګو غوښتي، چي په خپلو سيمو کي ميوه لرونکي نيالګي هم کښېنوي او د پاک او زرغون چاپيريال د رامنځته کولو د پاره دي هڅه وکړي.

نو هغه کسان، چي غواړي سبزيجات وکري او پاليزونه جوړ کړي، د يادو ولسواليو د امنيه قوماندانانو او يا هم کندهار امنيه قومانداني سره اړيکي ونيسي.

8306 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار ولايت مقام او افغانستان بانک ګډه خبرتيا!

دکندهار والي په مشرۍ د افغانيو د ترويج د کمېټې د لومړنۍ غونډي دپرېکړي پر ...