په کندهار او زابل کي د ۲۰ تنو وسله الو د مرګ ژوبلي خبر ورکول سو

په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، ځواکونو يې په تېرو څو ساعتونو کي د عملياتو پرمهال ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچېنې ديوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي، چي په عملياتو کي يې ۱۷ وسله وال مخالفين وژلي، ۳ يې ټپيان کړي او درې شکمن کسان يې هم نيولي دي.

خبرپاڼه کي راغلي، چي دغه عمليات يې د کندهار په ميوند او شاولي کوټ ولسواليو او د زابل په مرکز کلات، شاجوۍ، شينکۍ او سيوري ولسواليو کی ترسره کړي دي.

دوئ په دې عملياتو کي افغان ځواکونو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه څه ندي ويلي.

helmand-19-june

x

دا هم وګورئ

ملی سوداګر حاجی خدایداد نورزی دکندهاروالی په هڅو خوشی او خپلی کورنۍ ته وسپارل سو

یاد ملی سوداګر تېره شپه د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د خپله کوره وړل ...