سلایډشو

کندهار والي وايي، ولايتي اداره په پوره توان د خپلو خلګو ستونزي حلوي

27973773_1666221196776597_4588363938698920240_n

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا دغه څرګندوني د یکشنبې په ورځ د عامو خلګو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه په يوه مخامخ غونډه کي وکړې. په غونډه کي ګڼو عامو خلګو او د اړوند دولتي ادارو رئيسانو او استازو برخه اخيستې وه، څو د عام ولس ستونزي واوري او د حل په موخه يې کندهار ...

Read More »

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي چي اووه ولسوالۍ تعمیرونه نه لري

27750823_1666206376778079_3777535011692182798_n

ښاغلي منیب یادي څرګندوني د مرکز کابل څخه د دولتي ادارو د ارزوني په موخه د رالېږل سوي څو کسیزه پلاوي سره په لیدنه کي وکړې. راغلي پلاوي مرستیال والي ته ډاډ ورکړ چي د کندهار د دولتي ادارو ستونزي به د جمهور رئيس سره د حل په موخه شريکي کړي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسون او ...

Read More »

په کابل کي د ایران د سفارت د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې افسر له کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا سره وکتل

28058777_1666106883454695_1056767069797608480_n

په دې اړه ناسته چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا، مرستيال والي عبدالحنان منيب، د کندهار د بهرنيو چارو رئيس ظاهر الکو، د نشه ييي توکو پرضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران، د کندهار د امنيې قوماندانۍ د نشه ييي توکو په وړاندي د مبارزې مديرسمونوال حاجي ولي شاه اڅګزي، په ...

Read More »

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

2

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د دې شورا د مرستيال عبدالقيوم په مشري جوړه سوې وه د بريښنايي تذکرو د وېش د لړۍ په وړاندي د ټولو ستونزو د ليري کېدو غوښتنه وکړل. په غونډه کي همدارنګه په روغتيايي مرکزونو کي د خلګو سره د ناسم چلند په اړه تفصلي خبري ...

Read More »

په کندهار کي د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي ۳۶ وسله وال ترهګر وژل سوي او اتلس نور ژوندي نيول سوي

عمليات ۲

دغه عمليات، چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي افغان ځانګړو ځواکونو د ملي پوليسو سره په ګډه د ميوند ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کي ترسره کړي، پر مهال يې د وسلو ډيپوګان او نقليه وسايط هم لمنځه وړل سوي. بلخوا بيا د جلا پلټونکو عملياتو پر مهال په زياته کچه نشه يي توکي د قاچاق وړونو سره یو ځای ...

Read More »

د ښار جوړولو وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهار والي سره وليدل

1

دغه پلاوی، چي موده مخکي کندهار ته راغلی، موخه يې د عمر بن خطاب مسجد جامع د پاته ساختماني چارو بشپړول دي. ولايتي ادارې هلي ځلي پيل کړي، څو دغه جامع جومات، چي تخنيکي چاري يې د درو کلنو راهيسي ځنډېدلي دي بيا پيل کړي. وروسته له هغه، چي کندهار والي تورن جنرال زلمی ويسا کابل ته ولاړ ورسره سم ...

Read More »

هلمند کي پر بې ځایه سوو ۱۵۹ پنځوس کورنيو د نقدو پیسو او خوراکي توکو مرسته ووېشل سوه

aa

د کډوالو چارو ریس وايي دا هغه کورنۍ دي، چي دورستیو جګړو له امله بولان سیمه کي ځای پر ځای سوي دي. دی وايي مرستي پر هغو کورنیو ویشل کیږي، چي د ګډ کمېسیون له خوا يي سروې ترسره سوې ده. د نادعلي ، چانجیر ، او مارجې ولسوالیو کي د ورستیو جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ د لښکرګا ...

Read More »

ایران د ۱۸ میاشتو لپاره چاه بهار بندر هند ته وسپاره

_100072825_29f1ade4-86a6-4dea-8aed-2d96ae568c10

د ایران ولسمشر د نوي ډیلي د سفر په لړ کي له صدراعظم نریندرا مودي سره موافقه وکړه، چي د چاه بهار بندر به د ۱۸ میاشتو لپاره هند ته وسپاري. دا بندر، چي د هند په پانګونه جوړ سوی، له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د سوداګريزو اړیکو او د اوبو له لاري د افغانستان تر ټولو پر ...

Read More »

د توکم پوه ډاکټر عبدالرازق پالوال د نوي چاپ سوي اثر د پېژندني غونډه تر سره سوه

d

دا کتاب چي د (وګړي دوږخيان دي او سړيان هم لا) تر عنوان لاندي ليکل سوی د شنبې په ورځ يې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په کتابتون کي پېژند غونډه تر سره سوه. د غونډي ګډونوالو په خپلو ويناوو کي خلګ پوهي، علم، وطن پالني، بشر دوستۍ او ورور ولۍ ته راو بلل او غوښتنه يې وکړه، چي ...

Read More »

په کندهار کي په سلګونه کسانو ديوې غونډي پرمهال د بريښنايي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه

099

په دې اړه غونډه، چي د کندهار په يوه خصوصي صالون کي جوړه سوې وه، پکښي د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو. دغو کسانو په خپلو خبرو کي وویل، چي د الکترونيکي تذکرو وېش يوه ملي پروسه ده، چي ټول قانوني مراحل يې بشپړ سوي، او په دې اړه هيڅ ...

Read More »