نړیوال خبرونه

باران او سېلابونو په کولمبیا کي ګڼ کسان وژلي دي

a

د کولمبیا ولسمشر یوان مانویل سانتوس وايي، د ځمکې ښوېدنې له کبله یې د هېواد په سویل لوېدیځ کي ۱۵۴ کسان وژل سوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. په راپورونو کي ویل سوي، چي ددې هيواد په سویل لوېدیځ پوتومایو ایالت کي ټوله شپه دروند باران و اورېد او په پایله کي یې سېلابونه را ووتل. سیلابي اوبه له ...

Read More »

ټیلرسن: امریکا به پر روسیې بندیزونه جاري وساتي

43859356-AB74-43D1-830D-2EBA9B8366FE_w1023_r1_s

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وايي، چي د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او پر روسیې به بندیزونه جاري وساتي. ریکس ټیلرسن پرون د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي خپلو سیالانو ته وویل، چي امریکا متحده ایالتونه د اوکراین ځمکنۍ واکمنتیا ته ژمن دي او پر روسیې به خپل بندیزونه په ځای پاته ...

Read More »

په عراق کي يوه ځانمرګي بريد ۱۵ تنه وژلي دي

A44E7A8A-B912-43A7-84FD-70F924EBC048_w1023_r1_s

د عراق په پلازمینه بغداد کي د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په پروني ځانمرګي بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر ۱۵ تنو ته رسیدلی دئ. په دغه بريد کي چي د عراقي چارواکو په وینا بریدکوونکي له چاودیدونکو توکو ډک یو ټانکر د پولیسو له یوې پوستې سره وچاودئ، ۴۵ تنه نور يې ټپیان کړل. په وژل سوو ...

Read More »

په امریکا کي د داعش ځپلو لپاره پر ګډي مبارزې بحث کېږي

ddd

د امريکا په واشنګټن کي د چهارشنبې په ورځ د داعش د ځپلو او په وړاندي يې د ګډي مبارزې په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن به یې کوربه وي. افغانستان به د کنفرانس له هغو ګډون کوونکو وي، چي امنیت یې په مستقیم ډول داعش د ګواښ سره مخامخ کړی دی. ...

Read More »

محکمې د ټپي طالب وژونکي بریتانوي پوځي د جرم کچه د ‘قصدي’ پر ځای غېر قصدي بللې

_95163379_67e31aa0-7b8f-405d-b074-9fa528cfe6e1

بریتانيه کي یوې محکمې د دغه هيواد دسمندري ځواک د یوه سرتېري له لوري د یوه ټپي طالب د وژني جرم د ‘قصدي قتل ‘ پر ځای غېر قصدي وژنه بللې ده. د مارچ پر ۱۵ په لندن کي د ډلګۍ مشر الکساندر بلیکمان د قضیې د بیا څېړني لپاره محاکمه پېل سوه. نوموړی له دې مخکي په هلمند کي په قصدي ډول د ...

Read More »

م.م: د سوريې جګړه تر ۲ نړیوالي جګړې وروسته بد ترین ناورین دئ

ss

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وايي، د سوريې جګړه تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د بشر له لاسه جوړ تر ټولو بد تره ناورین دئ. زید رعد الحسین دا څرګندوني په سوریه کي په براخه اندازه رواني ويني تويېدني او شکنجې ته په اشاره وکړې. نوموړي وویل، ټوله سوریه دا مهال د شکنجې په یوې خوني ...

Read More »

په ایران کي د اعدامونو اندازه د خطر تر کچي لوړه سوې ده

d

په ایران کي د بشري حقونو د څارني لپاره د ملګرو ملتونو استازي اسما جهانګیر په خپل تازه راپور کي، چي پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندي سو ویلي، چي په ایران کي د اعدامونو اندازه د خطر تر کچي لوړه سوې ده. اغلي جهانګیر د دوشنبې په ورځ وویل، پر اصلاح غوښتونکو فشار، د زندانیانو ...

Read More »

د بلوچستان سوداګر: د ډيورنډ فرضي کرښي د پرانیستلو لپاره به لاريونونه وکړي.

dd

د بلوچستان په چمن کي سوداګر او د سیاسي ګوندونو مشران وايي، د ډيورنډ فرضي کرښي د پرانیستلو لپاره به لاريونونه وکړي. د بلوچستان مرکز کوټه کي يوې خبري غونډي ته سوداګرو او سیاسي مشرانو وویل، چي د لاري بندېدلو له امله نه یوازي سوداګر زیانمنېږي، بلکي په زرګونو خلک هم بې کاره سوي دي. په خبري غونډه کي د ...

Read More »

په دمشق کي د تېري ورځي په چاودنو کي د وژل سوو شمېر ۷۴ تنو ته ورسېدئ

d

د سوريې په پلازمېنه دمشق کي د پرونيو دوو بمي چاودنو د وژل سوو کسانو شمېر څلوراويا ته لوړ سو. د دغو بريدونو هدف په دمشق کي د شيعه ‌ګانو يوه سپېڅلې سيمه وه. د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ادارې وويل، په وژل سوو کي څلورپنځوس تنه ‌يې ملکيان او ٢٠ تنه ‌يې امنيتي پرسونل دئ. د ...

Read More »

د امریکا د کانګریس څخه غوښتنه سوې، چي پاکستان د ترهګرۍ سرپرست هېواد وبولي

d

د امریکا و کانګریس ته یو لایحه وړاندي سوې، چي په کښي غوښتل سوي، پاکستان باید د ترهګرۍ سره مرسته کوونکی هېواد وبلل سي. دغه لایحه ټیډپو وړاندي کړې، چي د کانګریس نفوذ لرونکی غړی بلل کېږي. نوموړي د پاکستان سره د امریکا په اړیکو کي د ‘انقلابي بدلون ‘ هڅه هم کړې.   ټیډپو د امریکا په کانګریس کي د ترهګرۍ ضد ...

Read More »