نړیوال خبرونه

ترکیه غواړي، چي د افغانستان څخه شپونکيان بوزي

د ترکیې د چوروم ولایت، چي د شپنو د نشتوالي له امله د مالدارۍ په برخه کي د جدي ستونزي سره مخامخ دئ، مسؤلين يې غواړي، چي دا ستونزه د افغانانو په مرسته  حل کړي. د ترکیې د چوروم ولایت والي ویلي دي، چي په یاد سوي ولایت کي به د شپنو ستونزه د افغانستان او ازبکستان څخه د شپنو په ...

Read More »

د هسپانيې په کوپادلرې کي اتلاتیکو ماډریډ د لاس پالماس څخه لوبه وګټل

د هسپانیې د کوپادلرې راونډ اپ سیکسټین یا شپاړس غوره ټیمونو لوبي د خپل رسمي تقسیم اوقات سره سم یو ځل بیا شروع سولې. په دې لوبو کي اتلاتیکو ماډریډ د لاس پالماس سره د هغوی په (دي ګران کاناریا) سټوډیوم کي لوبه وکړه او دوه پر صفر ئې ځیني وګټل. د لوبي د شروع په (۲۳مه) دقیقه کي د ...

Read More »

په چمن کي د هندو سوداګر پر وژني سوداګرو او هندوانو لاريون کړی

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کي وړمه شپه ناڅرګندو کسانو پر يوه ځوان هندو سوداګر وسلوال بريد وکړ او وه يې واژه د پوليسو په وينا وژل سوى هندو سوداګر “روي کمار” نومېدئ، او زياته وي، کله چي هغه د چمن ښارګوټي ( تاج سړک ) ته څېرمه په يوه کوڅه کي خپل کور ته روان و، چي وسلوالو ورته کمين نيولى ...

Read More »

په ٢٠١٦م كال کي ٦٦٧ بلوڅان ورک او ١١٦ وژل سوي دي

د پاکستان حکومت په بلوچستان کي د امنيت په نوم د خپلو پالیسيو د عملي کولو لپاره له زوره کار اخلي او په عملياتو کي هغه ځوانان هم وژني، چي له مودو راهيسي ورک دي. د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ ويلي، په تېر ٢٠١٦م میلادي کال کي د پاکستان حکومت او هم د بشري ...

Read More »

په کوټه کي چاودني شپږ ملېشه سرتېري ټپيان کړي

په کوټه کي د سړک غاړي د ښخ سوي ماين په چاودنه کي شپږ ملېشه سرتېري ټپيان سوي دي، چي د يوه سرتېري حالت پکښي مرګونى ښوول کېږي. د دوشنبې غرمه د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکى موټر د کوټي ښار لوېديځ لور ته پر ( بروري سړک) روان ؤ، چي د سړک د غاړي ښخ سوى ماين ورباندي چاودلی دی. ...

Read More »

روسي دیپلوماتان د امریکا له خاوري خپل هيواد ته ستانه سول

د نوي زیږدیز کال د لومړۍ ورځي سره سم، پنځه دېرش روسي دیپلوماتان د خپلو کورنیو سره د امریکا د خاوري څخه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر ووتل. دغه دیپلوماتان د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د هغه غبرګون وروسته وتلي، چي سپيني ماڼۍ د دیموکرات ګوند او هیلیري کلنټن د برېښنالیکونو هيک کولو کي مسکو په ...

Read More »

امریکا د پاکستان د توغنديو پر ۷ ادارو بندیزونه ولګول

د امریکا د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چي د پاکستان د توغندويي پروګرام اړوند پر ۷ ادارو یې بندیزونه لګولي دي. د امریکا د سوداګرۍ وزارت ويلي، د پاکستان ۷ دولتي یا نیمه دولتي ادارې یې د متحدو ایالتونو د صادراتي مقرراتو د ادارې د بندیزونو په ليست کي شاملي کړي دي. د امریکا د صادراتي مقرراتو اداره د دغه ...

Read More »

د ترکيې په يوه نايټ کلب کي د بريد پرمهال ٣٥ کسان وژل سوي دي

دغه بريد د ترکيې ښار په استنبول ښار کي سوی دئ. د استنبول والي وسيب ساهن دمړو سوو کسانو دشميرې پخلى کړى او ويلي يې دي، چي لږ ترلږه ٤٠ کسان ژوبل سوي هم دي. د نوموړي په خبره، دا يو ترهګريز بريد ؤ او زياته کړې يې ده، چي وژل سوو کي يو پوليس هم شامل و. ددې هيواد د خبري رسنيو ...

Read More »

امريکايي سناتوران: پر روسيه دي نور بنديزونه هم ولګول سي

ځينو امريکايي سناتورانو د اوکراين د کتني پر مهال، پر روسيې د نورو بنديزونو غوښتنه وکړه. د امريکا وتلي سناتور او د امريکا په مشرانو جرګه کي د پوځي خدماتو د کمېټې رئيس جان مکين «John McCain» د دوو نورو سناتورانو سره د اوکراين په پلازمېنه کييف کي دخبرو پرمهال وويل، چي د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره هر ډول ...

Read More »

سوچي ته څېرمه یوه روسۍ الوتکه ‘له راداره ورکه سوې ده’

روسي رسنیو ویلي، یوه روسۍ الوتکه د سوچي څخه تر الوتلو لږ وروسته د رادار څخه ورکه سوې ده. سرچینې ویلي، د بېړنیو چارو وزارت ورکه سوې الوتکه توپولوف- ۱۵۴ ډوله ده. رپوټونه وايي، په الوتکه کي د ۷۰ او ۱۰۰ ترمنځ کسان سپاره وو. ‘انټرفاکس’ خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې ویلي، الوتکه په سیمه ییز وخت د ...

Read More »