سیمه ایز خبرونه

په کندهارکي دلاسي صنايعو توليدات زيات دي، خو بازار يې پيکه دئ

AAAAAA

دلاسي صنايعو جوړونکي وايي خلک يې توليداتو ته په ټيټه سترګه ګوري او ترکورني توليداتو خارجي هغو ته زيات ارزښت ورکوي. لاسي صنعت کارانو دغه څرګندوني دلاسي صنايعو، محصولاتو او توليداتو په درې ورځني نندارتون کي درسنيو سره په خبرو کي وکړې. بلخوا مسؤلين ځکه دلاسي صنايعو بازار ټيټ بولي، چي خلک دکورني صنعت په ارزښت نه پوهيږي. کندهارکي دلاسي صنايعو دغه ...

Read More »

عدلي او قضايي ارګانونو کي دخلګو ستونزي تر ډېره حل سوي دي

AA

دعدلي او قضايي ارګانونو دهمږۍ په مياشتنۍ غونډه کي پرهغو ستونزو خبري وسوې، چي اړوند ارګانونه ور سره مخ دي. دهمږغۍ دا غونډه، چي په استناف محکمه کي جوړه سوې وه، دولايت مقام دټولنيزو چارومرستيال حاجي اغالالي دستګيري ترڅنګ د عدلي او قضايي ارګانونو مسئولينو هم پکښي ګډون کړی و. د استناف محکمې په مشرۍ دعدلي او قضايي ارګانونو مسئولين هره ...

Read More »

کندهار ښاروالي په ښار کي د ۵ سوه میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ بېلابيلي پرمختيايي پروژې پلي کوي

5

دښاروالۍ مسؤلین وايي، یادي پروژې يې دښار د رغوني، پراختیا او ښکلا په موخه دخلکو او مشرانو په همکارۍ دهغوئ دغوښتونو پر اساس پیل کړي دي. بلخوا خلک دیادو پروژو دپلي کولو څخه خوښ دي، خو دیوشمیر غوښتنو او ستونزو یادونه هم کوي. دا مهال دکندهار ښار په بېلابیلو سیمو کي دښاروالۍ لخوا د پنځه سوه میلیونه افغانیو په لګښت ...

Read More »

د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې پوليسو ۲،۲۹۰ کيلو ګرامه هېروين نيولي

3

د دغه نشه يي توکو سره يو ځای پوليسو درې تنه قاچاق وړونکي هم د کندهار په هوايي ډګر کي نيولي، چي غوښتل يې د نس له لاري هيروين هندوستان هيواد ته انتقال کړي. نيول سوي کسان هم پر خپل جرم اعتراف کوي. د کندهار امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې پوليسو د کندهار په هوايي ...

Read More »

منيب: په کندهار کي به د هيواد د خپلواکۍ ۹۸ يمه کلېزه په شاندارو مراسيمو سره ولمانځل سي

20728046_1485894038142648_1124018437155899986_n

د پنجشنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ د هيواد د خپلواکۍ د ۹۸ يمې کلېزي د ښه لمانځني په مناسبت تدابیري غونډه جوړه سوې وه. مرستيال والي عبدالحنان منيب په ياده غونډه کي اړوند ادارو ته د خپلواکۍ د ۹۸ يمې کليزي د ښه لمانځني په مناسبت د پوره چمتوالي هدايت وکړ. ...

Read More »

د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، حکومت دي په یاده ولسوالي کي سيمه ايزه حکومتولي پياوړې کړي

20708217_1486073654791353_2038677835161769201_n

د پنجشنبې په ورځ د خاکرېز ولسوالۍ يو شمېر مشرانو د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره په ليدنه کي وغوښتل چي په ياده ولسوالي کي سيمه ايزه حکومتولي پياوړې کړي او د خلګو ستونزي هواري کړي. هغوی د کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا څخه همداراز غوښتنه وکړه چي په خاکرېز ولسوالۍ کي رغنیزي پروژې پلي کړي او خلګو ...

Read More »

هلمند کي د عالي قابلګۍ او عالي نرسنګ څانګو لپاره د ۱۲ سوه نارینه او ښځینه وو څخه ازموینه واخستل سوه

1

ددې ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر مولاداد توبه ګار وویل، په دغه  امتحان کي ۳۰۰ سوه ښځینه وو او نهه سوه  نارینه وو برخه واخستل، چي له ټولو څخه به ۱۴۰ تنه بریالي سي. د يادي ازمويني پرمهال دهلمند دعامې روغتیا رئیس ډاکتر مولاداد توبه ګار وويل دتيرو کلونو په پرتله سږکال ازموينه کي دګډونوالو شمېر خورا زيات دی ...

Read More »

نهرسراج کي د يو موټر بم ترڅنګ ۱۷ مخالفين وژل سوي او ۶ ټپیان دي

1 (55)

د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ سور شاخ سيمه کې يو عراده ډاتسن موټر چې په چاودېدونکو بار وو، وسله والو مخالفينو غوښتل ياد موټر بم پر دولتي تاسیساتو او د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې پر سيمې چاودنه ورکړي، چې د موادو ځای پر ځای کېدو پر مهال پخپله پر مخالفينو پټاو سوی او له مخې يې ۱۷ طالب جنګیالي ...

Read More »

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو له تعليمي مرکز څخه ۹۵ تنه بريد ملان او سربازان  فارغ سوه

AAAA

يادو بريدملانو او سربازانو د اتل قول اردو په تعليمي مرکز کي پوځي زده کړي ترلاسه کړي، چي ديولړ مراسمو په ترڅ کي فراغت ليکونه ورکول سوه. په دغه مراسمو کي داتل قول اردو قوماندان بريد جنرال امام نظربهبو د فارغينو ته په وينا کي دمبارکۍ ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چي د زده کړو مهارتونو څخه د دندو پرمهال کار واخلي ...

Read More »

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکو د کندهار والي سره وکتل

FF

د پنجشنبې په ورځ د پنجوايي ولسوالۍ يو شمېر مشرانو په داسي حال کي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا سره وکتل چي د ولایت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب هم حاضر وو. د پنجوايي ولسوالۍ مشرانو د يادي ليدني پر مهال شکایت وکړ چي د صالحانو د کلي د ويالې قراردادي په معياري ډول وياله نه ده ...

Read More »