سیمه ایز خبرونه

يونيسف د پوليو د ناروغۍ د مخنيوي په موخه د جنوبي حوزې خبريالانو ته د يوه ورکشاپ په ترڅ کي عامه پوهاوی ورکړ

r4

د ياد ورکشاپ موخه په هيواد کي د پوليو د دايمي فلج کوونکي ناروغۍ له منځه وړل او په دې برخه کي د رسنيو له لوري قوي تبليغات خپرول وه. په روان کال کي په ټول هيواد کي د پوليو درې مثبتي پېښي ثبت سوي، عامي روغتيا وزارت د ټولو مرسته کوونکو مؤسسو سره په همږغۍ نوموړې ناروغۍ پوره له ...

Read More »

د کندهار ولايت مقام مرستيال پر ولس د همکارۍ ږغ وکړ

17498393_1355813344484052_1631640873449833897_n

د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د ولسي مشرانو سره د يوې ليدني پر مهال پر هغوی ږغ وکړ، چي د خپل حکومت سره همکاري وکړي. هغه وويل، د ولس د همکارۍ او ملاتړ پرته حکومت هيڅ نسي کولاي. د يکشنبې په ورځ د کندهار ولسي مشرانو د ولايت مقام د سرپرست مرستيال عبدالحنان منيب سره وکتل او پر ...

Read More »

د کندهار ولايت مقام سرپرست مرستيال وايي، د پوهني رياست د زورواکو له منګلو خلاصوم

Capture

د ولايت مقام سرپرست مرستيال عبدالحنان منيب دغه څرګندوني د کندهار ملي راډيو تلوېزيون سره د يوې ځانګړي مرکې پر مهال وکړې.  هغه وايي، د پوهني په رياست کي سمون او اصلاحات راولم او ستونزي يې له منځه وړم. د کندهار ولايتي اداره وروسته له هغه د پوهني په رياست کي د اصلاحاتو راوستلو اقدام کوي، چي يو شمېر خلګو ...

Read More »

ولايتي شورا وايي، کوښښ کوي چي دهوايي شرکتونو دټيکټ بيه راکښته کړي

anw1

دولايتي شورا غړي وايي، چي دنورو ولايتونو په پرتله کندهارکي دهوايي شرکتونو دټيکټ بيه لوړه ده او بايد راکښته سي. دشورا ديک شنبې ورځي نوبتي غونډه، چي دمرستيال حاجي عبدالقيوم بارکزي په مشرۍ جوړه سوې وه، پکښي نورو غړو هم برخه اخيستې وه . په غونډه کي پر يوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې. دولايتي شورا په غونډه کي ...

Read More »

دهيواد دنورو ولايتونو ترڅنګ په سويلي حوزه کي هم دواکسيناسيون درې ورځنی کمپاین پېل سو

n1

دعامي روغتيا مسئولين وايي، دې حوزه کي به ددرو ورځو په ترڅ کي ۱۷ سوه ۷۰ زره هغه کوچنيان، چي عمرونه يې تر پنځو کلنو کم دي، د يوه پراخ کمپاين په ترڅ کي واکسين سي. دپوليو واکسين، چي دفلج ناروغۍ يواځيني اغېزمن درمل دي، په هرو درو مياشتو کي د ټول هيواد په کچه دکمپاين په ترڅ کي کور ...

Read More »

د هلمند قومي مشران وايي، د پوهني ریاست باید له بې عدالتيو پاک سي

h1

د هلمند قومي مشران او مدني فعالان په هلمند کي پوهنیز بهیر کمزوری بولي او له چارواکو يې د پیاوړتیا غوښتنه کوي.   په هلمند کي د یوې غونډي پر مهال قومي مشرانو، ښوونکو او مدني فعالانو د معارف اړوند ستونزو یادونه وکړه. د دوی په وینا لا هم معارف ریاست کي اهل کسان نه دي ګمارل سوي، او د ...

Read More »

د کندهار د يو شمېر ولسواليو څخه د جګړو له کبله د بېځایه سوو کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وسوه

b2

د کندهار د يو شمېر ولسواليو څخه د جګړو له کبله د بېځایه سوو کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وسوه د يکشنبي په سهار د طبعي پېښو په وړاندي د چمتووالي رياست د هغو ۷۰ بېځايه سوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، چي پدې ورستيو کي د جنګ جګړو لکبله د کندهار ولايت د نېش، خاکرېز، ...

Read More »

په هرات کي د ۱۳ نیم زره مردارو چرګانو د پلورلو مخنیوی وسو

C92615C0-8545-4583-B7B0-CC5762E6C533_w1023_r1_s

د هرات د ملي امنیت ریاست د ۱۳ نیم زره مردارو چرګانو د پلورلو مخنیوی وکړ. ویل کېږي، چي دا چرګان سیمه کي د وروستیو سیلابونو له امله مړه سوي وو. هلته د عامي روغتيا ریاست یوه چارواکي محمد رفیق رحیمي وویل، چي چرګان د هرات ښار ته نېږدې په یوه فارم کي ساتل کېدل او د فارم مالک غوښتل، ...

Read More »

امریکا وايي، په افغانستان کي يې د القاعده شبکې مهم قومندان وژلی

kjh

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کي یې د القاعده شبکې یو مهم قومندان د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کي وژلی. امریکا وايي، قاري یاسین یې له ۲۰۰۸ کال راهیسې څارلی دئ. د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیز په یوه خبرپاڼه کي ویلي، قاري یاسین تېره اونۍ د بې پیلوټه څارګرو الوتکو په یوه برید کي ...

Read More »

په ډنډ ولسوالۍ کي هم غريبو کروندګرو ته ژوري څاه ګاني کيندل  کيږي

er

دغريبو او بې وسه کروندګرو سره د برمو وهلو پروسه د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق را پيل کړې. دکندهار په دوو ولسواليو دامان او ډنډ کي به دغه ژورې څاه ګاني جوړ سي، د شنبې په ورځ د ۲۸ برمو وهلو چاري په ډنډ کي پيل سوې. د کندهار يوه زراعتي او شنه ولسوالي ډنډ؛ دلته سلګونه کروندګر ...

Read More »