سیمه ایز خبرونه

کندهار والي: د ټولو هغه کسانو سره قانوني چلند کوي، چي دپرمختيايي پلان په وړاندي خنډ جوړوي

20638145_1479299548802097_4824488033269147981_n

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا دغه څرګندوني د شنبې په ورځ د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل او د ښارجوړولو د رئيس انجنیر محمد حنیف سره د يوې ليدني پر مهال وکړې. د يادي ليدني پر مهال لومړی کندهار ښاروال او د ښارجوړولو رئيس کندهاروالي ته په ښار کي د روانو پروژو، پرمختيايي پلان او ماسټر پلان په اړه ...

Read More »

په مرکز کلات کي د ۱۹۱ کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وسوه

aa

یاده مرسته د شنبې په ورځ د پیښو په وړاندي دچمتوالي ریاست له لوري وسوې. په مرکز کلات کي د پیښو په وړاندي دمبارزې ریاست له لوري د شنبې په ورځ د ۱۹۱ هغه کورنیو سره، چي بې ځایه سوو او یاهم په طبعې پیښو کي زیانمن سوي وه، مرسته وسوه. ددې ریاست رئیس سمیع الله شهامت وايي، یاده مرسته چي ...

Read More »

دفاع وزارت خبر ورکوي، چي په بېلابېلو ولایتونو کي يې د عملياتو پرمهال لسګونه وسلوال مخالفين وژلي دي

2491AE37-5A8C-4EF0-91E3-780E80BBFC70_w1023_r1_s

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش وايي، چي ځواکونو يې په څوارلسو ولایتونو کي اتلس پوځي عملیات کړي دي، چي پرمهال يې پنځوس وسلوال وژل سوي دي. نوموړي وويل: موږ په وروستیو ساعتونو کي د هېواد په څوارلسو ولایتونو کي اتلس پوځي عملیات پيل کړل، چي د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ هم په هغو سیمو کي وه ...

Read More »

ګرشک ولسوالۍ کي د وسله والو مخالفینو لویه حمله پر شاه وتمبول سوه

2

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ پر يو شمېر سيمو د وسله والو طالبانو ستره حمله، چې په هاموې ټانګونو او موټر بمونو هم سمبال وه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري دښمن ته په درنې مرګ ژوبلې اړولو سره پر شاه وتمبول سوه. د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي وسله والو مخالفينو غوښتل چې، تيره شپه د ...

Read More »

کندهار والي وايي هيچا ته به ددې اجازه ور نه کړي، چي انارشي رامنځته او قانون تر پښو لاندي کړي

ee

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا ټولو ولسوالانو، د ولسواليو امنيه قومندانانو او د ملي امنيت مسولينوته جدي لار ښونه وکړه، چي په دولتي چوکاټ کي همږغي رامنځته، د دولت او ولس تر منځ فاصله راکمه او تر شخصي ګټو تير او ملي ګټو ته ژمن پاته سي. ولسوالانو، امنيه قومندانانو او د ملي امنيت امرينو ډاډ ور کړ، چي دوی به ...

Read More »

د سږکال په کانکور ازموینه کي ۹۳،۳۷ سلنه ځوانانو عالي او نیمه لوړو زده کړو ته لار موندلې

5

دکندهار پوهنتون رئیس حضرت میر توتاخیل کندهار راډیو،تلویزیون ته وویل،چي سږکال په کندهار کي ۳۰۳۳ کسانو دکانکور ازموینه ورکړه،چي له جملې يي ۲۸۳۲ کسان عالي او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي سوي دي. دهغه په خبره،دیادې جملې څخه ۱۳۵ تنې انجونې دي،چي نېمه او عالي لوړو زده کړو ته يي لار موندلې ده. ښاغلی توتاخيل وايي هغه ځوانان،چي د ...

Read More »

کندهاروالي وايي دولتي ادارې دي نظم ته جدي پاملرنه وکړي

Capture

د اداري مجلس په نوبتي غونډه کي کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا د دولتي ادارو مسؤلينو ته هدايت وکړ، چي د ادارو نظم ته جدي توجه وکړي او دمراجعينو کارونه پروخت خلاص کړي. په اداري غونډه کي دولايت مقام مرستيالانو، دولايتي شورا رئيس، د دولتي ادارومسؤلينو او استازو برخه اخيستې وه. په غونډه کي ديوشمېرمهموموضوعاتو ترڅنګ پر وړاندي سوو قرار دادونو هم ...

Read More »

د شهيدانو سوو کورنيو له وراثينو سره د اهلي حيواناتو او زرنج موټر سايکلانو مرسته وسول

4

د پنجشنبې په ورځ د کندهار ولایتي ادارې د لوري هغه شپږو کورنيو ته غواوي،پسونه او زرنج موټرسايکلان ورکړل سول،چي د جګړو پر مهال يې د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي وه. د طبعي پيښو په وړاندي مبارزې مسؤلين وايي دغه مرسته يې ځکه د يادو کورنيو سره کړې،چي د دې لاري خپل اقتصاد قوي کړي. د کندهار ولايت مقام ...

Read More »

د کندهار د پولیسو د روزنیز مرکز څخه اووه څلوېښت تنه محلي پوليس فارغه سول

2

يادو محلي پوليسو ته څلور اوونۍ د باتجریبه ښوونکو لخوا مسلکي زده کړي ورکول سوي دي. چارواکي وايي، نوي فارغه سوي محلي پوليس به ډېر ژر په ولسواليو کي په دندو وګمارل سي. د پوليسو د روزنيز مرکز څخه د نوو فارغه سوو محلي پولیسو لپاره په یاد مرکز کي ځانکړي مراسیم جوړ سوي وه. د پوليسو د روزنيز مرکز ...

Read More »

د ټاپې پروژې د کنفرانس د ترسره کیدلو لپاره غونډه وسوه

20622278_1477624545636264_5313919748038350142_n

ټاکل سوې ده؛ د اسد د میاشتي پر اوولسمه نیټه په کندهار کي د ټاپي پروژې په اړه یو لوئ کنفرانس جوړ سي. د یاد کنفرانس د لا اغیزمنتیا او ښه ترسره کیدلو لپاره نن سهار د کندهار په ولایت مقام کي غونډه وسوه. په یاده غونډه کي د کندهار والي زلمي ویسا، په اداري او ټولنیز چارو کي د کندهار والي مرستیالان هر ...

Read More »