سیمه ایز خبرونه

د کندهار یو شمېر ښځي راوتلي او د شهيد سترجنرال عبدالرازق د قاتلینو د نيولو غوښتنه کوي

دغه ښځي چي د کندهار ښار اړوند د شپږمي حوزې د سرپوزي زندان مخ ته راټولي سوې خبريالانو سره په خبرو کي وویل، چي حکومت دي د شهيد عبدالرازق قاتلين په خپله سزا ورسوي. دا ښځو شهيد سترجنرال عبدالرازق د کونډيانو او ناچارو لاس نیونکی او د کندهار د امن راوستونکی وباله. په کندهار ښار کي يوشمېر راټولو سوو ښځو ...

Read More »

د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشرانو د شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي فاتحه واخیستل

ددې ولسوالۍ اوسېدونکو وویل چي تر ټولو نا امنه ولسوالۍ پنجوائي د کندهار شهید قومندان ستر پاسوال عبدالرازق په خپل ميړانه د پوره امن لرونکې کړه. هغوی پر دولت ږغ وکړ، چي د امنیتي چارو د ښه ساتلو لپاره دي دشهيد د کورنۍ غړی د کندهار د امنیه قومندان په توګه و ټاکي. بل خوا ددې ولسوالۍ امنیه قومندان او ...

Read More »

کندهارکي د ملي اردو سرتېرو د کندهار د وروستۍ پېښي د قربانيانو د ارواح د خوښۍ په موخه د قرآن عظیم الشان ختمونه وکړل

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو په درېيمه پلي لوا کي د کندهار په وروستۍ تروريستي پېښه کي د کندهار د امنيه قومندان شهيد ستر پاسوال عبدالرازق او د ملي امنيت د رئيس شهيد عبدالمؤمين حسين خېل د فاتحې مراسم ترسره سوه. د فاتحې په دغه مراسمو کي د درېيمی پلي لوا قومندن بريد جنرال امير محمد افضلي، درستيزوال ...

Read More »

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ، او اکثره کوچیان بېرته کورونو ته ولاړل. د ټاکنو خپلواک کمېسیون استازي وايي: د پروسې بهیر کي ځنډ مني او وايي سمدستې يي د حل هڅي کړي دي. پرون هلمند کي ټاکنیزه پروسه په ډاډمن امنیت کي ترسره سوه ، خلک د رایو مرکزونو ...

Read More »

صیاد: پر ټاکنیز بهیر د خلکو صفر شوی اعتماد لوړ سو

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان بدیع صیاد وايي، پر ټاکنیز بهیر د خلکو صفر شوی اعتماد یې لوړ کړ. صیاد پرون شنبه د اکټوبر ۲۰مه، په کابل کې په خبري غونډه کې ومنله چې د بایومټریک سیسټم د نوي والي او د وخت د کموالي له امله تخنیکې ستونزې پېښې شوي، خو ډېر خلک وتوانېدل چې رأی ورکړي. ...

Read More »

دهیواد د اصل اتل بچي شهید سترجنرال عبدالرازق دفاتحې په مراسمو کي زرګونه کسانو ګډون وکړ

دشهید دفاتحې مراسم د شنبې په ورځ خرقه مطهره کي ترسره سوه، چي پکښي د ولایت مقام دواړو مرستیالانو، دملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، مخورو، قومي مشرانو، افغان سرتیرو او زیات شمیر هیوادوالو برخه اخیستې وه. ګډونوالو شهید سترجنرال عبدالرازق دافغان خاوري اصل او میړنی بچی یاد کړ او شهید يې دهیواد او سیمي لپاره نه جبرانیدونکې ضایعه وبلل. دپنج ...

Read More »

دسرحدونو اوقبابلو چارو وزېر ګل اغا شیرزي دشهيد جنرال رازق شهادت نه جبرانيدونکې ضايعه وبلل

هغه په همدې اړه ديوه خبري  کنفرانس پرمهال په کندهار کي وروستی ترهګريز بريد دافغانانو ددښمنانو کاروباله اود کندهار شهيد سوی قوماندان سترجنرال عبدالرازق يې دهيواد اتل اوزړور بچی وبلی. هغه وويل، په دې اړه د راغلي پلاوي لومړنۍ څيړني ښيي چي دغه بريد دولایت مقام يوتن محافظ کړی دی. دشنبې په ورځ دافغانستان اسلامي جمهوريت دسرحدونو اوقبايلو چارو وزير ...

Read More »

د ملي امنيت شورا مخکني سلاکار د شهید سترپاسوال عبدالرازق په فاتحه کي برخه واخيستل

د شنبې په ورځ د هیواد د ګوټ ګوت او همداراز د کندهار ښار او ولسواليو څخه ګن شمیر قومي مخورو، د کابیني وزیرانو، د جمهور رئيس سلاکارانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو، د ملکي او نظامي برخي ګڼ شمیر مسؤلينو او زیات شمیر نورو برخوالو د کندهار ښار په منډيګک ماڼۍ کي په شهید ستر پاسوال عبدالرازق ...

Read More »

دکندهارښار ترڅنګ دکندهار په نژدې ټولو ولسواليو کي هم دکندهار د امنيه قومندان ستر پاسوال شهيد عبدالرازق د فاتحې مراسم تر سره سول

دکندهار ښار ترڅنګ دکندهار په نژدې ټولو ولسواليو کي هم دکندهار د امنيه قومندان ستر پاسوال شهيد عبدالرازق د فاتحې مراسم او په نوموړي پسي د قران کريم ختمونه وسول. د ولسواليو اوسېدونکو شهيد عبدالرازق يو پياوړی، پر هيواد او خلګو مين شخص ياد کړ او د هغه شهادت يې نه جبرانېدونکې ضايعه وبلل. د ولسواليو قومي مشرانو او خلګو ...

Read More »

افغانان پر جنرال رازق د بريد عاملين پيدا کېدل غواړي

دبېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، چي پر ستر پاسوال عبدالرازق د برید عاملین دي پیدا کړل سي. د هیواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو د ستر پاسوال عبدالرازق شهادت د هیواد په سطحه لویه ضایع وبلل او زیاته یې کړه، چي ځای به یې په ډیر وخت کي ډک نسي. هغوی د ستر پاسوال ځيني کارنامې بیان کړې او وايي، چي د ...

Read More »