Author Archives: kandahartv

د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کي شپږ وسلوال مخالفين ووژل سول.

1-20

دکندهار دوالي وياند صميم خپلواک وايي، افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ د شاوليکوټ ولسوالۍ په کندلانو سيمه کي تصفيوي عمليات کړي، چي په ترڅ کي يې شپږ وسلوال مخالفين وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي. ښاغلی خپلواک وايي، چي ددغه عملياتو پرمهال د وسلوالو مخالفينو دوه بايپور ډوله او سراچه موټرونه او يوموټرسايکل هم له منځه وړل سوي ...

Read More »

د ملي تدارکاتو کمیسیون د درو میلیارډو افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه منظور کړل

%d9%85%d8%ac%d9%84%d8%b3-%d8%aa%d8%af%d8%a7%d8%b1%da%a9%d8%a7%d8%aa-%d9%85%d9%84%db%8c-4

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون برايي ماښام په ارګ کي د وزارتونو او تدارکاتي بنسټونو پر وړانديز سوو پروژو بحث وکړ او نژدې د درو میلیارډو افغانیو په ارزښت يې ۲۴ قراردادونه منظور کړل. په غونډه کي د بلخ ولایت حیرتانو ښار څخه تر کلدار ولسوالۍ پوري د ...

Read More »

په ننګرهار ولايت کي د ۳۴ داعش وسلوالو د وژلو خبر ورکول سو

image06

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي خبر ورکړی، چي تېره شپه بهرنيو ځواکونو ددې ولايت په هسکه مینه او نازیانو ولسوالیو کي د بې پيلوټه الوتکو په واسطه د داعش ډلي اړوند څو پټنځايونو باندي هوايي بريدونه کړي، چي په ترڅ کي یې ۳۴ داعش وسلوال ووژل سول. خبرپاڼه ليکي، چي دغه بريدونو د ...

Read More »

شمسي: دولتي ادارې، موسيسې او انجوګاني بايد ولس ته د خپلو پروژو په اړه معلومات ورکړي

v

دغه څرګندوني د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي د يک شنبي په ورځ په تخته پُل ولسوالۍ کي د روانو پرمختيايي پروژو څخه د خلګو د خبرولو او د هغوئ د رضايت ترلاسه کولو په موخه په پراخه جوړه سوې غونډه کي وکړې. په غونډه کي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د تخته پُل ولسوال، د سکتوري ادارو مسئولينو، ...

Read More »

ولايتي شورا د ميوند اتلانو د فوټبال لوبډلي لوبغاړي وستايل

sa

د کندها د ولايتي شورا نوبتي غونډه، چي د شورا د رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال يې ټولو غړو برخه اخيستې وه. په غونډه کي د ولايتي شورا رئيس او غړو د ميوند اتلانو بريا د لوئ کندهار د اوسېدونکو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه او د وياړ زیری وباله. د غه راز د ...

Read More »

دکندهار مرستيال والي تېره شپه په ناڅآپي توګه د شهيد عبدالاحدخان کرزي د روزنتون څخه ليدنه وکړه

s

د کندهار مرستیال والي تېره شپه په ناڅاپي توګه د شهيد عبدالاحدخان کرزي روزنتون ته ولاړ او د هغه ځای ټولي چاري يې له نژدې وکتلې. د شهيد عبدالاحدخان کرزي روزنتون، چي په پنځمه ناحيه کي موقعیت لري د ليرو پرتو ولسواليو شاوخوا ۸۸ يتيمان پکښي زده کړي کوي. د یکشنبې په ماښام ناوخته مرستيال والي دغه روزنتون ته د ...

Read More »

جبار قهرمان وايي، خپله ژمنه يې پوره کړې او د مخالفينو څخه يې يوشمېر سيمي بيرته نيولي

a

جبار قهرمان وايي، د ژمني سره سم مو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې او په یو شمېر سیمو کي مو شاتګ ته اړ کړي دي. د هلمند اپراتیفي قوماندان رسنیو ته وویل، چي پر وسله والو مخالفینو يې عملیات پېل کړي او د تېري ورځي راهیسي يې ګڼ شمېر طالب قوماندانان او وسله وال د هوايي او مځکنيو عملیاتو په ...

Read More »

دزابل ولايتي ادارې او خلګو د بروکسل په غونډه کي د جمهور رئيس د لاسته راوړنو ملاتړ وکړ

sd

په زابل کي ولایتي ادارې او ولسونو ديوې غونډي پرمهال د جمهور رئيس محمد اشرف غني د هڅو او ښو برنامو څخه مننه وکړه، چي له امله یې دنړیوالو بې ساري مرستي راجلب کړې. دوئ همدا ډول ددولت او ولایتي ادارې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او وویل، هر وخت به ورسره مرستي کوي. دغونډي ويناوالو د بروکسل دغونډي ملاتړ وکړ ...

Read More »

د افغانستان سره د کشمير د مسلې تړل، په کندهار کي د مدني فعالانو له خوا په کلکه وغندل سول.

anwarii

پاکستاني چارواکي وايي، تر هغه چي په کشمير کي سوله رانه سي، افغانستان به هم د سولي څخه برخمن نه سي. دپاکستان سنا جرګې د دفاعي کمېسيون مشر او دکشميرپه مسئله کي دپاکستان د صدراعظم ځانکړي استازي مشاهد حسين د امریکا په سټیمسون انسټیټوټ کي د پنجشنبې په ورځ د چین، هند او افغانستان سره د پاکستان د اړیکو تر ...

Read More »

د کندهار ملي امنيت رياست ۳ وسلوال ترهګر ونيول

12-pptx

د کندهار ملي امنيت رياست هغه درې ترهګر نيولي دي، چي په تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کي يې لاس درلود. د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي ليکل سوي، چي يادو درو ترهګرو د هلمند او کندهار په ځينو ولسواليو کي د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال ...

Read More »