Author Archives: بافیب الله حلیمی

په کندهار کښي دپوليسو اکاډمۍ څخه ۱۱۲ تنه ساتنمنان فارغ سول

يادو ساتنمنانوته دتيرو شپږو مياشتو په موده کښي دداخلي استادانو له خوا تکتيکي، سواد زده کړي او حقوقي برخه کښي زده کړي ورکول سوي، چي پرکندهار سربيره روزګان او زابل کښي به هم دندي تر سره کړي. پرهمدې مهال دياد تعلمي مرکز ۲۳ تنو استادانو بيا  دلومړي څارن څخه څارنمنۍ ته ترفع وکړل. هغه مراسم چي په همدې هدف دسويلي ...

Read More »

دکندهار مرستيال والي: ددولتي ادارو لپاره په درې کلن پروفايل کي دي د ښار او ولسواليو اساسي ضرورتونه په ګوته کړل سي

د دولتي ادارو د عمومي معلوماتو په دغه ټولګه کي به د کندهار د ټولو دولتي ادارو ضرورتونه او غوښتني لومړی په ګوته او وروسته به پکښي ځای پر ځای کړل سي. په همدې موخه په ولايت مقام کي د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ غونډه جوړه سوې وه، چي پرمهال يې د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي ...

Read More »

د شين غزي اصحابي دسيمي اړوند دملايانو دکلي مشرانو دکندهاروالي سره وکتل

دپنج شنبې په ورځ ديادي سيمي مشرانو په داسي حال کي دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا سره وکتل ،چي دولايتي شورا غړی نعمت الله خان شيردلی ،کندهارښاروال او دپوهني رئيس هم حاضر وه. راغلو مشرانو دخپلو يوشمېر نورو ستونزو ترڅنګ غوښتنه وکړه ،چي په سيمه کي دي خامه سړکونه ،کوڅې او چرۍ په پاخه او اساسي شکل ورغول سي او په ...

Read More »

د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کي د طالبانو مهم مرکزونه په نښه او ګڼ شمېر لوړ پوړي مسُولين يې وژل سوي دي

دغه څرګندونې د هلمند امنيتي مسُولينو نن په نظامي شورا ناسته کي وکړې او زياته يې کړه، چې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو ځپلو او د سيمو تصفيې په موخه پوځي عمليات له ګڼو لاسته راوړنو سره دوام لري. پدې غونډه کې وويل سول، چې نن سهار د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو په موسی کلا ...

Read More »

د هلمند دپوهني رئيس وايي په ریاست کي يې سیاسي لاس وهني کیږي

د هلمند د پوهني رئیس وايي، یو شمېر کسانو د ۳۹ شړل سوو رسمي کارکونکو بیا ګمارني ته خنډ جوړ کړی دی. دی وايي: د وزیر له حکم سره سم يې دغه شړل سوي د دریم بست آمرین بېرته پر خپلو دندو ګمارل خو، د یو شمېر کسانو د فشار له امله يې بیرته د وزارت په امر دغه اقدام ځنډولی ...

Read More »

دټاکنو خپلواک کمېسيون: په شنبه به د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ثبتولو بهیر پیل سي

ټاکل سوې ده، چي د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۵» د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ثبتولو بهیر پیل سي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلين وایي، هغه کسان دي د شنبې په ورځ په کابل او د ولایتونو په مرکزونو کي د دوی دفترونو ته ورسي، چي راتلونکو انتخاباتو ته ځان ...

Read More »

پاکستان د پښتون په وینه پنجاب ساتي

پاکستان د خپل جوړښت په تاریخ کي پښتون ځپلی، پښتون یې کارولی او د پښتون په وینه یې پنجاب او سند اباد ساتلي دي. دا کومه پټه خبره نه ده او نه د پاکستان تاریخ دومره اوږد دی چي سړی دې ورته تم سي، پاکستان د خپلو ګټو لپاره د پښتنو سیمې کارولي او پښتون یې د پاینده باد پاکستان تر ...

Read More »

کندهار والي امنیتي مسٔولینو ته د پروني پېښي د دقیقي څیړني سپارښته وکړل

د نظامي شورا غونډه چي د چهارشنبه په ورځ په ولایت مقام کي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا په مشرۍ جوړه سوې وه، پر مهال ئي امنیتي مسئولینو او د ټاکنو خپلواک کمیسون مرستیال هم ګډون کړی ؤ. د غوڼدي په پیل کي د کندهار د پرونۍ تروریستي پېښي قربانیانو ته دوعا وسوه چي شهیدانو ته د الله ...

Read More »

کندهار والي په ميرويس روغتون کي د تيري ورځي د خونړۍ چاودني د زخميانو پوښتنه وکړه

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا له زخمي سوو کسانو سره دکتني پرمهال هغوئ ته د الله ج له دربار څخه د عاجلي شفا غوښتنه وکړه او د ميرویس روغتون مؤظفو ډاکټرانو ته يې هدايت وکړه، چي په خپل ټول توان له زخمي سوو کسانو سره طبي مرستي وکړي. کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د ۱۴ حوزې اړوند د کنډوالې د سرای ...

Read More »

د روژې په مياشت کي د روغتیا لپاره پنځه خطرناک عادتونه!

روژه د نعمتونو او برکتونو میاشت ده، د نورو میاشتو په پرتله ددې لپاره ځانګړی تیاری نیول کیږي، په دې مبارکه میاشت کي د عبادتونو زیاتوالي ترڅنګ خلک د خوراکونو سلسله هم نوې کوي، خو کله نا کله دغه خوړه د بې احتیاطۍ پر وخت پر بدن منفي اغیز کوي. خو ددې هر څه ترڅنګ انسان ځینو عادتونو ته پاملرنه ...

Read More »