په هرات کې لسګونه کسان د افغان ځواکونو په ملاتړ لاریون کړی

په هرات ولایت کې پرون لسګونه کسان د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ لاریون ته وتلي و.

دغو لاریون کوونکو د ولایت مقام مخته امنیتي ځواکونه وستایل او د ګلونو ګیډۍ یې ورکړې.

د لاریون یوې ګډونوالې حفظیه اعظمي ازادي راډیو ته وویل:

“موږ د همدې لپاره راټول شوي یو، څو له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړو. دا په دې معنی ده چې موږ د طالبانو له خوا هغه څه چې د سولې لپاره مخکې شرط ټاکل شوی نه منو.”

په هرات سربېره په پکتیا او خوست کې هم د امنیتي ځواکونو د ستاینې لپاره لویې غونډې جوړې شوي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې دا غونډې د طالبانو د یوه مسوول تر خبرو وروسته چې ویل کېږي د اردو د انحلال په اړه یې کړې وې وشوې.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر ...