د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څو اروپایي هېوادونو لهخوا د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه د خوان ګواېدو په رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ.
مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د اروپایي ټولنې د نورو هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د خوان ګواېدو په رسمیت پېژندلو سره د ونزوئلا د خلکو ملاتړ وکړي.
فرانسه، جرمني، بریتانیا، اتریش، ډنمارک، لاتویا، لېتوانیا، هسپانیا، سویډن، چک جمهوریت او هالنډ هغه هېوادونه دي چې خوان ګواېدو یې د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژانده.
یو شمېر اروپایي هېوادونو وروسته له هغه په ګډه دا اقدام وکړ چې د نویو انتخاباتو تر سره کېدو لپاره یې د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو ته اته ورځني ضرب الاجل پای ته ورسېد.
د ونزوئلا د حکومت سیاسي مخالفین چې د ګواېدو پلویان دي، د دغه هېواد د ۲۰۱۸ میلادي کال ولسمشرۍ انتخابات له درغلیو ډک بولي.
دوی شاوخوا شل ورځې دمخه د ونزوئلا د ولسمشر په توګه د نیکلاس مادورو د بیا انتخابېدو په اعتراض کې مظاهرې پیل کړې.
معترضان له واکه د مادورو د لېرې کېدو غوښتنه کوي، خو مادورو ځان د دې هېواد قانوني ولسمشر ګڼي.
خوان ګواېدو تېره میاشت ځان د دغه هېواد د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړ.