ټرمپ د کانگرس د مسلمانې غړې نه د استعفې غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر ډوالډ ټرمپ د کانگرس د دیموکرات گوند د مسلمانې غړې نه غوښتي دي چې د خپلې دندې نه دې استعفې وکړي

د کانگرس مسلمانه غړې الهان عمر د هغې نه وروسته چې د یهودانو ضد یو بیان یې ورکړ د جمهوري غوښتونکي او د دیموکرات گوند د غړیو لخوا د سخت انتقاد سره مخامخ شوه او هغې د دوشنبې په ورځ د خپلو څرگندونو لپاره بخښنه هم وغوښته.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د هغې بخښنه غوښتل پوره نده او هغې د یهودانو په اړه سپکې څرگندونې کړیدي.

ټرمپ وویل: “الهان دې د کانگرس نه استعفې وکړي او یا دی د بهرنو چارو د کمیټې غړیتوب پریږدي.”

الهان عمر چې صومالي نژاده امریکایۍ ده، د منيسوټا د ایالت نه یې د ٢٠١٨ کال په انتخاباتو کې د کانگرس څوکۍ گټلې وه. هغې څو ورځې مخکې په امریکا کې د اسرایلو په ټولنې اعت‏راضونه وکړل چې د هغې نه وروسته د کانگرس د دواړو گوندونو لخوا پرې سختې نیوکې وکړی.

هغې په خپل ټویټر لیکي و چې په امریکا کې د اسرایلو لپاره کارکونکي لابي د امریکا په سیاست د نفوذ لپاره پیسې استعمالوي. هغې دا هم ولیکل چې یهودان غواړي د اسرایلو د ملک د جوړولو لپاره په امریکا کې پلویان پیدا کړي.

الهان عمر د خپلو څرگندولو لپاره بخښنه غوښتې ده.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...