ولايتي شورا: دوئ د افغان سولي په تړاو د ټولو هڅو ملاتړ کوي

د ولايتي شورا رئيس او غړو د يک شنبې ورځي په نوبتي غونډه کي د افغان سولي په تړاو د ټولو هڅو ملاتړ وکړ او وې ويل ،چي افغانان د داسي سولي په انتظار دي ،چي پکښي د افغانانو عزت او اوسنی نظام خوندي وي.

د شورا په غونډه کي پر يوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه ئې لازم تصاميم ونيول سوه.

د ولايتي شورا د يک شنبې ورځي نوبتي غونډه ،چي د شورا د رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال په مشري جوړه سوې وه پکښي د مرستيال او منشي ترڅنګ نورو غړو هم برخه اخيستې وه.

د ولايتي شورا په غونډه کي د افغان سولي په تړاو پر وروستيو هڅو بحث وکړ او د هغه څخه ئې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال د افغان سياستوالو او وسله والو طالبانو ترمنځ د مسکو غونډي ته په اشارې وويل ،چي دوئ د سولي په تړاو د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي،چي پکښي د افغانستان او افغانانو ګټي خويندي وي.

ښاغلي خاکرېزوال زياته کړه سوله د افغانانو اولنی ضرورت دي او دا،چي په هرځای کي د سولي په تړاو غونډي کيږي او د افغانستان بقاء  پکښي تضمينيږي بايد هڅي ئې جاري وساتل سي او ټول افغانان ئې ملاتړ وکړي.

د ولايتي شورا په دې غونډه کي د ولايتي شورا د رياست په رهبري او د ښځينه مدني فعالانو په ګډون د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېټه هم جوړه سوه.

د دې کمېټې ښځينه غړې شګوفه عرفان وايي د دې کمېټې د جوړېدو هدف د ولايتي شورا په ملاتړ د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي مخنيوی او د هغوئ ستونزو ته حل لاري لټول او تر اړوند مسؤلينو رسول دي.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال د دې ټولني غړو ته د ولايتي شورا په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ وړاندي کړ او وې ويل،چي د دې کمېټې په مرسته به د ډيرو ښځو ستونزو ته حل لاري پيدا او د اړوند مسؤلينو سره په شريکي سي.

د ولايتي شورا په غونډه کي د يو شمېر نورو مراجعينو پر ستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او د حل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر ...