سرپرست والي :افغانستان له ايران او ټولو ګاونډيو هيوادونو سره دوستانه اړيکي غواړي

عبدالحنان منيب دغه څرګندوني په کندهار کي د ايران په کونسلګرۍ کي ددغه هيواد د اسلامي انقلاب د ۴۰ مي کليزي د لمانځني پرمهال وکړې.

په دغو مراسمو کي سرپرست والي عبداحنان منيب تر څنګ د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال، په ټولنيزو چارو کي دولايت مقام مرستيال حاجي اغالالی دستګيري، ، د سکتوري ادارو ځينو رئيسانو، سوداګرو، قومي مشرانو او دلته په کندهار کي د هند او پاکستان جنرل کونسلانو برخه اخيستې وه.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وايي، چي افغانستان د ايران په ګډون د خپلو ټولو ګاونډيو هيوادونو سره دوستانه سياسي او سوداګريزي اړيکي غواړي.

ښاغلي منيب زياته يې کړه، چي د ايران اسلامي دولت له افغانستان سره په ډېرو برخو کي مرستي کړي او لاهم ديوه ښه کاونډيتوب تمه تري لري.

غونډي ته د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال هم خبروکي او دايران په ګډون يې د افغانستان له ټولو ګاونډيو هيوادونو غوښتنه وکړه، چي له افغانانو سره دسولي لپاره د زړه له تله مرسته وکړي.

 

x

دا هم وګورئ

کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر ...