زابلیان: روان کال کي د وسله والو طالبانو له خوا د کابل کندهار دلویی لاري ګڼ شمېر پلونه او پلچکونه ویجاړ سوي

دغه پلونه او پلچکونه نه یواځي د کابل کندهار پر لویه لاره ویجاړ سوي بلکي له مرکز کلات څخه ولسوالیو ته پر غځېدلو سړکونو هم وران سوي چي له امله یې د دې ولایت اوسېدونکي او مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایې چي سږ کال د غزني د جنګ پر مهال او په را وروسته شپو ورځو کي وسله والو طالبانو ډېر پلونه ویجاړ کړل چي له یوې خوا یې هیواد ته زیان ورسوی او له بل پلوه اوس پر دغه لاره د موټرو تګ راتګ سخت سوی دی.


د دوی په خبره په جګړو کي د عامه ځایونو زیانمنول په هیڅ ډول جواز نه لري او دا یواځي او یواځي له عام ولس او هیواد سره دښمني ده.
دغه اوسېدونکي وايي چي وسله وال طالبان باید نور له دا ډول کړنو لاس واخلي او په خپلو چاودنو او بریدونو کي پلونه، ښوونځي او نور عامه تاسیسات وران نه کړي.
د زابل ولایت د ټولګټو چارو د ریاست رئیس انجینر همایون ابراهیم خېل وایی په دې ولایت کي د کابل کندهار د لویی لاري اکثره پلونه او پلچکونه وسله والو په ماینونه الوزولي او دا مهال په ویجاړ حالت کي پراته دي.


هغه وویل که څه هم دوی د کوچنیو پلچکونه د بیا جوړولو لپاره ځیني اقدامات کړي خو لوی پلونه لا وران دي چي له امله یې عام ولس له ګنو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي له وسله والو مخالفینو غوښتنه وکړه چي باید عامه تاسیساتو ته زیان ونه رسوي بلکه د ساتني لپاره یې له دوی سره همکاري وکړي ځکه په ورانولو یې یواځي عام ولس له ستونزو سره مخ کیږي.
د زابل ولایت اوسېدونکي په داسي حال کي د لویو لارو د پلونو او پلچکونو له ویجاړېدو څخه انديښنه ښيي چي په روان ژمي کي د اورښت او سیلابونه له امله ښايي لویی لاري د مسافرو پر مخ وتړل سي.

خبریال: محبوب حکیمي

x

دا هم وګورئ

د بې سرحده ډاکټرانو نړيواله ټولنه به دتوبرکلوز په له منځه وړلو کي همکاري وکړي

د سویلي حوزې په ګچه د بې سرحده ډاکټرانو عمومي مسؤل آلن دي لاروسا د ...