د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ سلګونو کسانو د پښتون ژغورني غورځنګ د حق غوښتني لپاره لاریون وکړ

د لاريون ګډونوالو د کرښي هاغاړي پښتنو باندي روان ظلم وغانده او د هغه د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړل.

د سپين بولدک سلګونه ځوانانو تر لاريون مخکي يوه اعتراضيه غونډه وکړه او پرمهال يې د ستر جنرال عبدالرازق او د پښتون ژغورني غورځنګ د فعال ارمان لوڼي شهادت ته په اشارې سره دبشري حقونو پرنړېوالي ادارې ږغ وکړ، چي د لروبر پرپښتنو باندي روان ظلم ته د پای ټکی کښېږدي.

تر دغه غونډي وروسته ځوانان د سپين بولدک بازار ته راووتل او د پښتنو د قاتلینو پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو په خبرو کي د کرښي د هغه غاړي پر پښتنو د پنجابي پوځ جبر او تشدد وغانده.

د دوی په خبره د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه یو وجود دی او د نړۍ هیڅ قوت هغوی نه جلا کولای.

لاریون کوونکو، منظور پښتون د لر او بر پښتنو رهبر دی او ټول په پوره یووالي د هغه تر شا ولاړ دي، شعارونه ورکول.

د لاریون ګ‌‌‌‌‌‌ډنوال د ستر جنرال عبدالرازق قاتلین هم د پاکستان استخبارات وبلل.

دغه ځوانان پر داسي مهال لارو او کوڅو ته راووتل او د پاکستاني استخباراتو پرضد يې شعارونه ورکړل، چي څو ورځي وړاندي د بلوچستان په لورلايي سيمه کي د پښتون ژغورني غورځنګ يو فعال ارمان لوڼی د پاکستاني پوليسو له خوا په شهادت ورسېد.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر ...