دغه مرسته نن یکشنبه د ولایتي ادارې له لوري د همکارو مؤسیسو په مالي لګښت د ۱۲۵ بې ځایه سوو او غریبو کورنیو سره پیل سوه چي پر مهال یې د پېښو په وړاندي د مبارزې رئیس مسعود احمد پښتون د نورو پلانونه په اړه هم معلومات وړاندي کړل.
مرسته تر لاسه کوونکي خوښ وه او ویل یې چي د سیمو د امنیت تر څنګ دي ورسره دوامداره مرستې وسي.
د کندهار ولایتي ادارې له لوري د یکشنبې په ورځ د کندهار د ځینو ناامنه ولسوالیو د بې ځایه سوو کورنیو سره، چي د هري یوې کورنۍ سره د (۱۶۰۰۰) شپاړس زره افغانیو نقدي د ماشومانو لپاره د البسې، حفظ الصحي کېټونو او خوراکي توکو مرسته وسوه.
د کندهار ولایت د پېښو په وړاندي د مبارزې رئیس مسعود احمد پښتون وايي یاده مرسته د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندي دڅلورو همکارو مؤسیسو له لوري د (۱۲۵) یوسلو پنځویشت بې ځایه سوو غریبو کورنیو سره وسوه .
ښاغلي پښتون وايي د ( N R C) له لوري د نقدي پیسو د ماشومانو د ساتنې مؤسیسې له لوري د البسې د ډاګار مؤسیسې له لوري د حفظ الصحې کيټ او د نړیوال غذايي پرګرام ( W F P) له لوري د یادو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وسوه.
نوموړي وايي پلان لري چي په راتلوونکې کي د بې ځایه سوي او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره نوري اړیني مرستي هم وکړي.
بل لوري مرسته سره لاسه کوونکي خوښ وه او د کندهار ولایتي ادارې له مسؤلینو یې مننه وکړه چي وخت پر وخت یې ورته اړیني مرستي رسولي دي.
نوموړي کسانو د دولتي مسؤلینو او همکارو مؤسیسو څخه غوښتنه وکړه چي د سیمو د امنیت د ټینګښت تر څنګ دي ورسره د دایمي اقتصادي حالت د ښه کولو په موخه مرستي وسي.
هېره دي نه وي چي د کندهار ولایت مقام تر رهبرۍ لاندي د پېښو په وړاندي د مبارزې ریاست له لوري د ولسوالیو د وچکالۍ ځپلو او ښار په داخل کي د غریبو کورنيو سره د غنمو مرستي هم وسوې .
خبریال: احمدشاه شاداب