دکندهار دملي امنيت منسوبينو دتروريستي شبکې څلور کسيزه ډله نيولې

د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي خبر ورکول سوی، چي د ملي امنيت رياست منسوبينو د تروريستي شبکې څلور کسيزه ډله نيولې ده.

نيول سوو کسانو منلې، چي د کندهار په بېلابېلو برخو کي يې تروريستي او ترهګريز بريدونه تر سره کړي.

د کندهار ولايت مقام څخه په خبره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ملي امنيت ويښو او بيدارو منسوبينو د خپلو ځانګړو عملياتو پرمهال د وسلوالو مخالفينو څلور کسيزه شبکه نيولې.

د خبرپاڼي په حواله، نيول سوي کسان هر يو ذبيح الله مشهوره په نقيب د ظريف شاه زوی، سميع الله مشهوره په اسدالله د عزيز الله زوی، عزيز الرحمن د فضل رحمن زوی او دوست محمد د حاجي نياز محمد زوۍ دئ، ګڼ ترهګیریز فعاليتونه يې تر سره کړي دي.

دغه راز نيول سوو کسانو د کندهار ښار ترڅنګ په يو شمېر مرکزي ولسواليو کي د دولت پر وړاندي وسلوال تروريستي فعاليتونه ترسره کول، چي قومي مشران او د دولت مامورين به يې په شهادت رسول.
دغه کسانو په خپلو اعترافاتو کي ويلي، چي، د ۹ او پنځمي ناحيې اړوند د پوليسو دوه تنه افسران يې تر خپل هدف لاندي راوستلي وه، چي يو يې په شهادت ورسوی او بل ته له رسېدو مخکي د کندهار د عام ولس په ځانګړې همکاري د ملي امنيت رياست د بيداره منسوبينو له خوا کشف او د ځانګړو عملياتو په پايله کي د دوه ميلو توفنګچو سره يو ځاي ونيول سوه.

نيول سوو وسلوالو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړئ.

د ملي امنيت د منسوبينو د ځانګړو عملياتو په پایله کي هر ځلي په کندهار ښار او ولسواليو کي د وسلوالو مخالفينو بېلابېل کسان نيول کېږي او د قانون کنګولو ته سپارل کېږي.

په دې ډول عملياتو سره په ښار او ولسواليو کي د امنيت په برخه کي مثبت تغير راغلی او ګڼ وسلوال دامهال نيول سوي دي.

x

دا هم وګورئ

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل ...